ملي امنیت نیمروز کې د طالبانو یو چریکي ۱۰ کسیزه ډله نیولې ده

comments 0

176 Views

هندوکش ــ نیمروز: د ملي امنیت ځواکونو په نیمروز کې د طالبانو د چریکي بریدونو یوه لس کسیزه شبکه نیولې ده.
ملي امنیت په دې اړه هندوکش ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دې لس کسیزې ډلې به چریکي او پټ بریدونه ترسره کول چې په یو لړ هدفمنده عملیاتو کې د نیمروز په زرنج ښار کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د دې ډلې مشر ملا عبدالرووف یې هم نیولی دی چې د ملي امنیت ګڼ کارمندان یې وژلي وو او د نیمروز د امنیه قومندانۍ د دوه افسرانو د وژنې پلان یې هم تازه نیولی و.
امنیتي ځواکونو له دغو لسو وسله والو سره یوه اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم نیولي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments