ملي امنیت نږدې ۸زره ټنه چاودیدونکي توکي نیولي

comments 0

63 Views

هندوکش – کابل: ملي امنیت او د پولیسو ځانګړې قطعې د لوګر په ازره کې عملیات کړي چې په پایله کې یې نږدې اته ټنه چاودیدونکي توکي نیولي.

له ملي امنیت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دا عملیات د امنیت او د پولیسو ۳۳۳مې قطعې د ازرې ولسوالۍ راغه قریه کې کړي چې اوه زره،اوه سوه او پنځوس کیلو چاودیدونکي توکي یې ترلاسه کړي دي.

په دې عملیاتو کې وسلې او نور مهمات هم ترلاسه شوي چې ملي امنیت یې د حقاني شبکې ته منسوبوي.

خبرپاڼه لیکي چې دا چاودیدونکي توکي چې نوعیت یې امونیم نایتریت دی، د مولوي عزت الله له لوري له پاکستان څخه راوړل شوي و او ازه کې به ترې ماینونه او د ځانمرګو واسکټونه جوړیدل.

په دې تړاو یو کس نیول شوی چې تر پوښتنو لاندې دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments