ملي امنیت: لوګر کې د وسله والو طالبانو قوماندان قاري ویس الدین چې څو ورځې وړاندې یې څلور قضیان په شهادت رسولي ووژل شو

comments 0

106 Views

هندوکش ــ لوګر: د تېرې شنبې په ورځ د ملي امنیت ځواکونو د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالی کې یو لړ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو یو مهم نظامي قوماندان قاري ویس الدین چې په احمدي مشهور و د خپلو دریو ملګرو سره یو ځای وژلی.
ملي امنیت ویلي چې قاري ویس الدین مشهور په احمدي د وسله والو طالبانو د پنځه ویشتو جنګیالیو مشري کول او د طالبانو له مهمو قوماندانانو څخه و.
ملي امنیت زیاته کړې چې قاري احمدي یو لړ خطرناکې، تخریبي او تروریستي کړنې پلان کولې، چې وسله والې او تهاجمي حملې، په لارو کې کمینونه او د ماینونو ځای پر ځای کول پکې شامل و، د ملي امنیت په وینا چې احمدي او ډلې یې د تېرې پنجشنبې په ورځ څلور قضیان چې د پکتیا څخه کابل ته روان و، د لوګرــ او کابل پر لویه لاره د محمد آغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له موټره ښکته او وژلي و.
ملي امنیت ویلي ځواکونو د دقیقو معلوماتو په تر لاسه کولو سره یې د تېرې شنبې په ورځ، د (عقرب میاشتې په اتلسمه) د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په لشکرخېل کلي کې د قاري احمدي په پټنځای هوایې عملیات کړي چې په خپله قاري ویس الدین مشهور په احمدي او درې ملګري یې پکې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده یوه میاشت وړاندې هم د لوګر په محد آغې ولسوالۍ کې قاري برهان چې د حقاني یو مهم قوماندان و، د جمهوریت روغتون مخې ته د چاودنې په شمول د نورو تروریستي پېښو طراح و، وژل شوی و.
سپوږمي پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments