ملي امنیت عمومي ریاست: د وسلوالو طالبانو د ماین خښوونکو ډله ونیول شوه

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د وسلوالو طالبانو هغه ډله ‌یې نیولې چې د ماینونو په ایښوولو کې یې لاس درلود.
دغه ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د نقیب‌الله په نوم دغه کس په پروان ولایت کې وسلوالو طالبانو ته ۱۴ وارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تګ راتګ په اړه اطلاع ورکړې وه.
اعلامیه وايي، دغه شخص د ماین خښولو د درېیو ډلو مشري کوله چې تر ډېره‌ یې پر موټرو د ماینونو چاودنې کولې.
د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کړې، چې وسلوال طالبان د کوټې شورا په امر هڅه کوي چې د ګڼه ګوڼې په ساحو کې ترورېستي حملې وکړي.
وسلوالو طالبانو د دغو تحولاتو او ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments