ملي امنیت: طالبان له داعش ډلې سره اړیکې لري

comments 0

365 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، داسې اسناد او شواهد لري چې ښیي په دې هېواد کې د داعش ډلې پاتې جنګیالي له طالبانو او حقاني شبکې سره یو ځای او په همغږۍ فعالیت کوي.
د ملي امنیت رئیس احمد ضیاء سراج پرون کابل کې په یوه خبرې غونډه کې وویل، داسې بشپړ اسناد لري چې ښيي، لږ تر لږه د داعش هغه څانګه چې کابل کې فعالیت کوي او وروستي بریدونه یې ترسره کړي، له حقاني شبکې سره اړیکي‌ لري.
ښاغلي سراج همدا راز ادعا وکړه، داسې اسناد لري چې ښيي داعش ډله له طالبانو سره مخامخ اړیکې لري.
د نوموړي په وینا دوه اونۍ مخکې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې د یوه وژل شوي غړي د ګوتې نښې ښيي، چې هغه مخکې د طالبانو اړوند حقاني شبکې غړي و.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments