ملي امنیت شورا: ولسمشر غني او مایک پومپیو د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبري کړي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ کابل: پومپيو په داسې حال کې کابل ته تللی چې د مارچ پر ۲۲مه د امريکا په منځګړتوب طالبانو د افغان حکومت له استازو سره د بنديانو د تبادلې پر مسله پر سکايپ دوه نيم ساعته خبرې کړې وې.
د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا دفتر د مارچ پر ۲۲مه په یو اعلامیه کې وویل چې “په دې لیدنه کې ټولو خواوو د افغانانو پرضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبري وشوې.”
اعلامیه زیاتوي‌ چې په دې دوه نیم ساعته خبرو اترو کې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظریات سره شریک کړل چې د بندیانو خلاصون ته مناسب چاپیریال رامنځ ته شي.
ویل شوي‌ چې په دې غونده کې د امریکا او قطر استازو هم ګډون درلود.
د بنديانو خوشي کول د امريکې او طالبانو تر منځ تېره مياشت شوي تړون برخه ده خو افغان حکومت ويلي چې دا بنديان به تر هغې پرېنږدي تر څو طالبان په تشدد کې د واضح کمي او د خوشي کېدونکو کسان د جنګونو نه کولو ډاډ ورکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دا لومړنۍ خبرې د تلپاتي امن راوستلو لپاره ډېرې مهمې بولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments