ملي امنیت شورا: سیمه یز او نړیوال ملاتړ به د داعش پر وړاندې د افغانان مټې قوي کړي

comments 0

16 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې داعش یوه نړیواله تروریستي ډله ده، نو په وړاندې یې نړیوالې، سیمه ییزې او دومدارې مبارزې ته اړتیا ده.
تر ننګرهار ورسته په کنړ کې د داعش ډلې د پراخ حضور په اړه اندېښنې رامنځته شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که څه هم داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې او کمزورې شوې او اوس د جګړې توان نه لري خو لا هم د خطر په توګه موجوده ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ وویل، اړتیا ده چې د دغې ډلې په وړاندې نړیواله مبارزه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش خلاف پریکنده پوځي عملیات وکړل او یوه میاشت وړاندې افغان ولسمشر دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ، چې داعش په ننګرهار کې ماته خوړلې.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments