ملي امنیت شورا: د توافقنامې وروسته هم طالبانو۲۸۰۴ بریدونه تر سره کړي

comments 0

14 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي امنيت شورا وياند وویل، امریکا او د وسلوالو طالبانو لخوا د سولې هوکړه لاسلیک شوه بیا هم وسلوالو طالبانو ۲۸۰۴ بریدونه تر سره کړي دي.
جاوېد فيصل رسنيو په لیږل شوي خبرپاڼه کې وايي، وسلوالو طالبانو تېره يوه اوونۍ ۳۴ ملکې وګړي وژلي او ۶۶ نور يې ټپیان کړي دي.
فيصل وايي، په ټولو تر سره شویو بريدونو کې ۷۸۹ ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
جاوېد فيصل ويلي، وسلوال طالبان سولې ته ژمن نه دي او لاهم د افغانانو وژنې ته یې دوام ورکړي او په ترهګرو بریدونو کې یې د پخوا پرتله ډېروالی راغلی دی، چې په ټوله کې د سولې د بهیر په زیان دي.
هغه وايي، د وسلوالو طالبانو بريدونو ته افغان امنيتي سرتېرو هم ځواب ويلی او ۲۷۳۷ وسلوالو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړی هیله ښیي چې وسلوال طالبان باید د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر تاوتریخوالی کم کړي او پر وسلوالو طالبانو یې هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او خپل ملکي افغانان ونه وژني.
شپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments