ملي امنیت سیف الجهاد ونیو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو یو مشهور قومندان نجیب الله چې په سیف الجهاد مشهور و, نیولی دی.
د ملي امنیت له لوري خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې عملیات د کشفي راپور په اساس شوي دي.
له سیف الجهاد سره دوه نور ملګري هم نیول شوي چې ترور او ګډوډیو کې یې لاس درلود.
دا ډله په مرکز پل عالم کې نیول شوې چې د دولتي مامورینو د ترور دنده یې درلودله.
له دې ډلې یو کرولا ډوله موټر او تجهیزات د امنیت لاس ته ورغلي دي.
د دې ډلې په نیول کیدو سره به د مرکز پل عالم اړوند سیمو کې وضعیت نسبت ښه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments