ملي امنيت په کابل کې د ۴ داعشیانو د نیولو خبر ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنيت رياست وايي چې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې يې د داعش څلور کسيزه ډله نيولې ده .
د ملي امنيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ډله د يوه ټکسي چلوونکي تر مشرۍ لاندې نيول شوې چې په کابل ښار کې د وسلې او مهماتو په ساتنه او انتقال او د ځوانانو په جذب بوخته وه.

سرچينې ويلي چې دغې ډلې له کابل څخه نورو ولايتونو ته هم د وسلو، مهماتو او کسانو په لېږد کې ونډه درلوده .
خبرپاڼه زياتوي چې دغې ډلې په قرغه کې يو پټنځاى درلود چې امنيتي کسانو کشف کړى دى.
سرچينه وايي چې له دغه پټنځاى څخه پنځه مقناطسي ماينونه، دوه لاسي بمونه، يوه تومانچه، لس کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، نهه نارنجک اچونکي، ٣٥ريموټ کنټرولونه، اته د ماين جوړونې لارښود کتابونه، يو د ځانمرګي بريد واسکټ، يو صندوق د پيکا مرمۍ او يو کرولا موټر ترلاسه شوي دي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments