ملي امنيت په غزني کې د وسله والو طالبانو درې پټنځايونه ويجاړ كړي دي

comments 0

72 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنيت له عمومي رياسته کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو يې د غزني ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د مشهور قوماندان ملا ادريس پر پټنځي عمليات ترسره کړل.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو کې د وسله والو طالبانو درې پټنځايونه ويجاړ شوي، يو ميل کلاشينکوف، درې ميله تومانچې، شپږ لاسي بمونه، يوه پايه مخابره، د ماين ۱۷ کانچې، اته ريموټ کنټرول ماينونه او يو شمېر نور وسايل د امنيتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments