مليحې لودي د پاکستان د دفاع په خاطر ځان د نړۍ د خندا کړ

comments 0

0 Views

هندوکش ـ نيويارک: په ملګرو ملتونو کې سږ کال پاکستان له سختې انزوا سره مخ وو، ددې هیواد استازو ډيره هڅه وکړه چې ځان له نړۍ والې انزوا لږ تر لږه خلاص کړي خو متل دی وايي خپله لاسه ته مې دښمن يي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان په ننګه راپورته شوې پاکستانۍ مليحې لودي يو انځور پورته کړ او غوښتل يي نړۍ ته وښيي چې دا ماشومه چې مخ يي د نښتې چرو ټپي کړی وو ګواکې هندي سرتیرو په نښه کړې خو د نوموړي خبرې به نه وې خلاصې شوې چې د انځور اصلي ځای له کشميره ډير لرې فلسطين وخوت.

دې انځور په ټولنیزو پاڼو کې د ترهګرو د ملاتړي هیواد پاکستان پر دې کار سختو ملنډو،نيوکو او غندنو ته زمينه مساعده کړه ځکه چې ددې انځور اصلي قرباني او د پيښې ځای ډيرو رسنیز کړ.

ويل کیږي دې انځور که يو لوري ته نړۍ په پاکستان او مليحې لودي پورې وخندول بل لوري ته يي په ټولنیزو پاڼو کې د پاکستاني او هندي وګړو تر منځ هم سختو ناندریو ته زمينه سازي کړې.

پاکستان چې د نړۍ شلو ترهګرو ډلو ته يي د ځان په ګټه پټنځايونه ورکړي دي په هند او افغانستان کې په ډيرو وحشتونو کې لاس لري خو اوس اوس د افغان ولسمشر ټول منلي او نړۍ وال سياست ياد هیواد دومره منزوي کړی دی چې هره ورځ ددې هیواد لوړپوړي مسولين په خپلو سهوو اقرار کوي.

پاکستان د نړۍ والې انزوا په لړ کې سږ کال لومړی ځل د ټولنیزو پاڼو د کارونکو د خندا هم شو او پر يوې ديپلوماتې باندې د ملنډو په لړ کې اوس يي ډيری په ټولنیزو پاڼو کې کارتونونه او نور خندونکي انځورونه پورته کوي.

سپوږمۍ ـ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply