ملا منان څوک و؟ / بريالی وياړ.

comments 0

0 Views

ملا منان چې اصلي نوم يې ملا محمد رحيم اخند و د افغانستان په سوېل کې د طالب جګړه مارانو تر ټولو جګپوړی او ځواکمن قوماندان و چې تېره شپه د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې له خپلو څو نورو جګړه مارانو سره ځای پر ځای په هوايي بريد کې ووژل شو.
ملا منان د طالبانو د پخواني امارت له اولو جګړه مارانو څخه و. منان د ملاعمر تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د دوئ د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال هم په اصطلاح د امارت له مهمو کسانو څخه و. کله چې امارت نسکور شو ملا منان پاکستان ته ولاړ.
هلته يې د طالبانو د دويم مشر ملا منصور سره خپلې پخوانۍ اړيکې يوار بيا وصل کړې. د هغه پر لاس يې په جنوب کې په سترې قاچاقبرۍ او ترهګرۍ لاس پوري کړ. ملا منان د ملا منصور تر وژل کېدو را وروسته خپل په اصطلاح دريم مشر ملا هيته الله ته ياغي شو.
نه يې د هيبته الله امر مانه، نه يې هغه د خپل مشر په توګه منلی و. ملا منان په دې نظر و چې د ده نيژدې انډيوال او د دوئ د تحريک د وخت ملګری او د امارت د دويم مشر ملا منصور په وژنه کې د ملا هبته الله د پلويانو لاس و.
ملا منان سره له دې چې په دې ورستيو کې له پاکستان سره اړيکې د قاچاق او ځينو نورو مالي موضوعاتو پر سر خرابې کړې وې، خو ها پلو يې له ايران سره لکۍ غوټه کړې وه. ملا منان ايران ته ډېر تګ راتګ کاوه. د ايران سپاه پاسدارنو د داعش پر ضد، د هلمند د اوبو پر ضد او د فراه د جګړې په ګډون د جنوب د ټولې جګړه د پراختيا لپاره ډېرې پيسې او وسلې ورکولې.
حتی داسې چې د ملامنان د نشه يي توکو کاروانونه ايران ته نېغ تلل او هغوئ يې مخنيوی نه کاوه. دا له ايران سره د ملامنان د ژورو اړيکو مانا لري. ملا منان د هلمند د نشه يي توکو پر ټولو قاچاقبرو باج اخيسته. د دې په څنګ کې يې خپله خورا لوی کاروبار روان و. د ملا منان له لوري په هلمند کې څو ځله د طالبانو ترمنځ قومي جګړې شوي، قومي ترپګنۍ رامنځته شوي، او د مځکو د غصب په ګډون په ډېرو نورو جرايمو کې ښکېل و.
ملا منان د هلمند په څو ولسواليو کې په هغه مربوطاتو کې چې دوئ حاکميت پر درلود دولتي مځکې په خپلسري ډول وېشلي او په بدل کې يې له خلکو پيسې اخيستي. ملا منان د جنوب په کچه يو ناقانونه شتمن و. هغه د ايران، روسيې او قاچاقو په کاروبار خورا ستره سرمايه پيداکړې وه.
څو ښځې يې کړې وې. څو کورونه يې درلودل. پر هر واده يې تر سل لکه ډېرې روپۍ مصرف کړې وې. ملا منان تعليم او تربيې ته هيڅ ارزښت نه ورکاوه. د ښوونځيو، خپلواکو ديني مدارسو او د ښځو د تعليم کلک مخالف و. ملا منان په خپله جګړه ماره سابقه کې په سلګونه او په زرګونه بېګناه افغانان په شهادت رسولي ول.
پخې لارې پلچکونه او ټولګټې بنسټونه يې وران کړي وو. د ظلم او بربريت ښه نوم يې درلود. هلمند يې څو ځله د سختې بلا خولې ته ورکړ. د ايران په امر يې د فراه جګړه ډېره پېچلې کړه. ايراني استخبارات يې د هلمند او فراه مربوطاتو ته بېول. مستقيماً يې د ايران په امر د اوبو د ګټو جګړه کوله. ملا منان څو ځله د هلمند کجکي د برېښنا بند د ورانېدو هڅه کړې وه.
ملا منان يواځې قتل او قتال پېژانده. هغه ملي منافعې او بيت المال نه پېژانده. د کجکي خلکو څو ځله داسې کسان ليدلي وو چې د ملامنان له لوري هغې سيمې ته بېول شوي ول. هغه د ايران او سيمې استخباراتو اجنټان ول چې ملا منان د کجکي برېښنا بند د الوځولو د پلان او برنامې لپاره هلته بېول او دا کار يې ترسره کاوه. هغه د دې لپاره څو ځله د کجکي پر امنيتي کمربند جګړې وکړې، خو هر ځل به د وطن د قهرمانو سرتېرو له لوري له سختې ماتې سره مخ شول.
ملا منان چې په قاچاقو او د وطن پر ضد په جګړه کې يې ښه ډېره شتمني پيداکړې وه ځانته يې جلا ځواک جوړ کړی. داسې ځواک چې حتی په ځينو مواردو کې يې د پاکستان له امره هم سرغړونه کوله. ملا منان ځکه له پاکستان سره هم زور واهه چې له ځانه يې پيسې درلودې، او د دې لپاره يې بل بديل ايران و چې تر پاکستان يې ډېره پانګونه پر کړې وه.
لنډه يې دا چې ملا منان په جنوب کې د طالبانو يوه داسې مالي او جګړيزه سرچينه وه چې په ټول افغانستان کې يې ساری کم دی. د دې سرچينې له وچېدو سره د طالبانو قوت هم له بحران سره مخامخېږي، او د جنوب هغه مخکنی زور يې د پای حد ته رسيږي. د ملا منان وژنه د افغانستان په خير وه. د ده له وژل کېدو سره په جنوب کې د طالبانو ملا هم ماته شوه.

Share this page to Telegram

Comments