ملا عبدالسلام اشېزى / علامه پوهاند عبدالشكور رشاد

comments 0

1 Views

درنو لوستونكو! څه موده مخكي د افغانستان د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت، د ارواښاد ملا عبدالسلام اشېزي په اړه په كابل كي يو سيمينار راغوښتى و، چي لوى استاد، علامه صاحب هم برخه په كښي درلوده. موږ د ده وينا ټكي په ټكي ليكلې او دا دى ستاسي مخي ته يې ږدو. (اداره)
درنو حاضرينو! زه ډېر خوشاله يم، چي پښتنو ته دا توفيق ورپه نصيب سو، چي د خپلو فرهنګي مفاخرو، د ياد لپاره داسي مجلسونه جوړوي.
نن موږ د كوږك د لمني، د يو داسي شاعر د يادولو لپاره راغونډ سوي يو، چي هغه د پښتو په فرهنګي تاريخ كي يو خاص ځاى لري.
دا چي د اشېزي په باب دا وويل سول، چي دى اڅكزى دى، دا خبره بايد داسي توضيح سي، چي قوم دى، بيا پس له قومه قبيله ده، بيا شعوب دي، بيا وروسته عشېره ده، بيا وروسته ذريه ده او په دې ترتيب سره د قومونو تفصيل او اجزا بيانېږي.
اڅكزي پر دوو لويو پښو وېشل كېږي، چي يوه ته بادين او بل ته ګوجن وايي. دى (اشېزى) په ګوجن پښه پوري اړه لري او دا چي دى په اڅكزو پوري مربوط دى، دا خبره صحيح ده.
ملا عبدالسلام اشېزى زموږ د پښتنو په فرهنګي افتخاراتو كي يوه ښكلې څېره ده، دا ښكلې څېره نن په قمري حساب يو سل و پنځه ويشت كاله پوره كېږي. دا سړى د كوږك، د غره په لمنه كي له شالباغه څخه پنځه ميله ليري په ښاخه نومي دره كي زېږېدلى دى. د كوږك غر به غالباً ځينو كسانو ته نامانوس وي او يا به يې نه وي اورېدلى، د كوږك غر د كسې د مشهور غره هغه جنوبي ښاخ دى، چي تر سويه پوري رسېږي او دا د پښتنو هغه زوړ مسكن او ټاټوبى دى.
د جنوبي پښتونخوا، د كوږك، د غره په شرقي پلو كي يوه سيمه ده، چي هغه ته اوس پښين وايي.
اوس دلته ځينو وينا كوونكو، هغه په پښين تلفظ كاوه. د هغه صحيح تلفظ ابتدا په ساكين لري لري، پښين تلفظ كېږي.
د پښين تاريخي دور، يا ذكر ډېر وړاندينى او قديم دى. په هندي ادب كي يو كتاب دى، چي تقريباً يو نيم زره كاله مخكي ليكل سوى دى، بلكي تر هغه به لا هم وړاندي وي. هلته يې د پښين كليمه د پښينا په شكل باندي، چي اخر يې متحرك دى، راوړې ده او په دې كتاب كي يې دا خبره هم زياته كړې ده، چي د پښين لويديځ ته يو غر دى، چي هغه ته پښينا پروته وايي، يا پښينا پربته وايي. پربت، يا پروت كليمه په سانسكريت كي د غره مانا لري. پخوا تر دې چي پروت، يا پربت كليمه په سانسكرت كي نه وه رواج سوې، نو د دغه مفهوم لپاره يې ګيري ويل، چي د پښتو كليمې له غره سره ارتباط لري. ?نندولال ډي? په خپل كتاب كي، چي ?ډيوګرافيكل ډكشنري اف انشنټ اينډ ميډېول انډيا? نومېږي، دغه غر چي د پښينا پروته په نامه په دغه هندي كتاب كي ذكر سوى دى. دا اوس د خواجه عمران غره په نامه يادېږي. دا اوس واقعاً اوس هم دغه غر د خواجه عمران په نامه يادېږي او د پښين شرق ته واقع دى.
پښين زموږ د كندهار يوه سيمه وه، د لوى كندهار، پښين او كوم وخت چي د ګندمك منحوس تړون د ظالمو، جابرو او استعمارګرو انګليسانو سره امضاء سو، دا د استعمار په اچاړه باندي له افغانستان او لوى كندهار څخه جلا سوه او اوس د ډيورنډ منحوسي ليكي و شرق ته واقع ده.
ملا عبدالسلام د دغي سيمي يو پياوړى شاعر او يو داسي شاعر دى، چي ده د د سيلو لپاره په دربار كي د قبول لپاره، شعر نه دى ويلى. ده د خط و خال لپاره شاعري نه ده وقف كړې، ده د نفسي حضوضاتو لپاره شعر نه دى استخدام كړى، ده د ملت بدي وجي په كښي ژړلي دي او د ملت په وياړونو يې وياړ او افتخار كړى دى. دى ادب د ادب لپاره نه كاروي، د ده خصوصيت دا دى، چي دى ادب د ټولني لپاره كاروي، دى ادب د ژوند لپاره كاروي، دى ادب د ټولني د سمون لپاره كاروي او له ادبه څخه هغه څه غواړي، چي اوسنى زمان، يا د ده عصر او زمان غوښته.
د ده ژوندانه اووه دېرشم كال افغانستان د غازي امان الله شاه د مېړاني او همت په بركت د افغانستان استقلال بيا وګاټه او د انګليس د استعمار كړۍ يې د پښتنو د غاړي، د افغانانو له غاړي څخه وكښله. ده افغانستان ته داسي يو حيثيت وروباخښه، چي د دنيا د ممالكو په پايتختونو كي يې سفيران كښېناستل او ده له ممالكو سره ازادانه روابط قايم كړاى سواى او ده د افغانستان د مستقلو او خپلواكو په كتار كي ځاى وموند.
ملا عبدالسلام د افغانستان د استقلال د ګټونكي، د افغانستان د تاريخ د يوه نخبه شخصيت، د دغو اعمالو څخه دومره متاثر و، پام كوئ، چي متاثر د غمجن په مانا وانه خلئ، د تاثير د قبول كوونكي په مانا باندي به يې واخلئ. دومره تاثير يې منلى و، چي خپل سوساني چمن كتاب يې يوازي د ده د مدحي، د ده د ستايني، د ده د حمايات، د ده د پلويتوب لپاره وقف كړى و.
دى په خپل سوساني چمن كي وايي:
پر غازي امان الله عبدالسلامه!
كتاب نه دى كښلى بل شاعر بې تا.
او دى اعليحضرت امان الله شاه غازي د خپلي زمانې خوشحال بولي او داسي يې ستايي:
د غازي امان الله رباب وهمه
د وروستۍ زمانې نوى خوشحال دا دى.
د اعليحضرت امان الله شاه غازي پر تللو باندي له مملكته څخه ده ډېري اوښكي تويي كړي دي او دانګېرانو د مخبرانو او د انګرېزانو د تالۍ څټو او ګوډاګيو په وسيله د افغانستان د بخت او طالع كاسه نسكوره سوله او اعليحضرت امان الله شاه غازي له دې ملكه څخه ووت. په دغه وخت كي دى د چمن او په كوټه كي د هغه او خداپامانۍ په وخت كي حاضر سړى دى او هلته خپلي اوښكي تويوي، چي سوساني چمن د هغه شاهد دى.
نو موږ د عبدالسلام اشېزي، يا د ملا عبدالسلام اشېزي شعر يوازي د فرهنګي ارزښت له لحاظه نه مطالعه كوو او يا يې يوزي په دغه تول نه تلو، بلكي دا د دغه اثار د ده اثار د خپل سياسي ارزښت په لحاظ باندي ډېر ارزښت او قيمت لري او موږ په ده باندي ډېر خوشاله واوسو، چي د د ه د اثارو په خپرولو كي او د ده د حالاتو په رڼولو كي قدمونه واخيستل سي.

Share this page to Telegram

Comments