ملا شيرمحمد عباس ستانکزی او ټيم يي سخت مات شول: افغانمل

comments 0

0 Views

هڅه دا وه چې ملاعباس ستانکزی د طالبانو د مرکچي پلاوي په راس کې پاتې شي، پاکستان هم وار د مخه د ستانکزي په اړه د ډيرو طالب مشرانو غوږونه ور تاو کړي وو.

د ۲۰۰۹ کال په اوایلو کې چې د طالبانو تر منځ د خپل منځي کشمکش او شایعاتو بازار تود وو او په نورستان کې په لومړي ځل پټ مخو طالبانو د اسلامي امارت څو قومندانان په ونو کې را ځوړند کړل نو تر سقوط او تيښتې وروسته د ملاعمر لومړنی غږيز پيِام خپور شو.
په دې پيغام کې ملاعمر په ښکاره امارت ته پر ژمنو طالب مسولینو او مشرانو غږ کړی وو چې:« د ملاعباس ستانکزي، ملااخترمحمد منصور او په کوټه کې د اوسني حاکم ټيم پر ځای د ملاعبدالغني برادر او ملاعبیدالله آخوند ملاتړ وکړي او اړيکې ورسره وساتي.»
تر دې غږيز کليپ وروسته لکه چې ملاعمر د طالبانو د نني زوال او شرمنده ګۍ خوب لیدلی وو خو آی اس آی وار ړومبی کړ او د طالبانو د اتحاد پر ځای يي ملاعمر په مبهم ډول له منځه يو ووړ،ملاعبیدالله او ملابرادر زنداني شول چې وروسته ملاعبیدالله هم د سختو شکنجو له امله په پاکستاني زندان کې ساه ورکړه او ملابرادر تر مکررو شکنجو لاندې وو چې باالاخره د زلمي خليلزاد په سپارښتنه او منځګړيتوب خوشې شو.
له خوشې کیدو سره سم پاکستان ډيرې هڅې وکړې چې يو ډول د ملابرادر رسمي زنداني کيدو ته بیا زمينه سازي وکړي نو د همدې په خاطر يي د طالبانو دمرکچي په پلاوي کې تر ډيره د کوټې شورا حاکمه دسته،د قطر دفتر يو شمېر مسولین او ان په زندان کې بندي انس حقاني هم ور ډير کړ…. ددې پلاوي له اعلانه د طالبانو موخه د سولې خبرې نه وې بلکه آی اس آی غوښتل چې دا پروسه سبوتاژ شي او يو ډول دوی بیرته ملابرادر ونيسي يا يې و وژني.
داسې آوازې هم خپرې شوې چې ګواکې د ملاعبدالغني برادر صحت د لس کلن زندان او مکررو ظلمونو له امله سم نه دی خو ما په سر کې ويلي وو چې يادې آوازې استخباراتي افسانې او د ملاعبدالغني برادر د وژنې سلسله ده. طالب مبلغینو چې د شایعاتو په دې ګرم بازار کې دا درک کړې وه چې په افغانستان کې د ننه د دوی جنګي ماشين نور په پټو لوبو خبر شوی دی نو يي د ملابرادر د وژنې پر ځای د هغه د بیرته نظر بندۍ پریکړه وکړه.
که مو ياد شي څو ورځې مخکې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم له يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي وو چې ملابرادر له روغتيايي پلوه ښه نه دی، لوبه وروسته تر هغه نوره هم توده او جدي شوه چې هبت الله د ملاعمر د پلويانو او خصوصا زوی مولوي يعقوب د خوشالتيا لپاره ملابرادر د قطر دفتر خيالي رئيس وټاکه خو روسيي ته هم شيرمحمد عباس ستانکزی ولاړ او د مرکچي پلاوي مشري هم عباس ستانکزي کوله.
په اصل کې يآدې پريکړې طالبانو نه بلکه آی اس آی کولې ځکه دوی پوهيدل چې سخته به وي اسلام آباد بیا تر عباس ستانکزي دوی ته صادق سړی پيدا کړي، بله مهمه خبره داده چې عباس ستانکزي ځينې مجبوریتونه هم لرل او همدې مجبوریتونو اړ ويستلی وو چې د خپل زور د ساتنې لپاره د پاکستان هره خبره ومني.
په رسنیو کې هر ډول اوازې او شایعات خپريدل که ډير يي رښتيا نه وو نو تر نیمی ډير يي رښتيا وو،د طالبانو وياند چې څو ځلې سږ کال په تبليغاتي دروغو کې ګیر شوی وو پرون يي د ملابرادر په اړه ويلي وو چې د قطر په خبرو کې د نوموړي سيال نشته او که وشو نو ملابرادر به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري….. يانې زلمی خلیلزاد چې د سولې پروسې لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی دی هيڅ شی هم نه دی خو د بهرنیو چارو وزیر بیا غټ سړی دی. دوی هیره کړې چې طالبان يوه ډله ده د امریکا هيڅ وزیر او مسول کس د دوی سيال نه دی ځکه د امریکا هر مشر د سیستم استازيتوب کوي خو طالبان د يوې ډلې نو څنګه د يوې ډلې استازی د يو ستر هیواد د وزیر سيال شو يا نشو.
عجايب دي او دلته ډيرې پټې خبرې افشا، ډير افوهات تايید او د خوښئ ځای دادی چې د طالبانو د جنګي ماشين ډير پر مخ وړونکي اوس په دې پوهيږي چې په کوټه او قطر کې ناست د دوی د حقوقو او مبارزې مدافعین ريښتوني نه دي.
موږ ته ولې ملابرادر مهم او عباس ستانکزي ته دښمن ښکاريده؟
۱ـ موږ ته ملابرادر ځکه مهم وو چې د ملاعمر فکر ته ژمن وو، خو برعکس په طالبانو کې اوسنی حاکم فکر دومره د ملاعمر د فکر مخالف دی چې درې کاله يي د مړ ملاعمر په نوم پيغامونه خپرول،دومره د يو بل دښمنان وو چې د ملااخترمحمد منصور کوردينات امریکا ته له کوټې ورکول شول او هبت الله په سمبولیک ډول ددې شورا مشر شو.
۲ـ ملابرادر د پاکستاني زندانونو سختې ورځې تيرې کړي دي، باور وکړئ که له هبت الله تر سراج الدین حقاني پورې يو طالب مشر ته په پآکستان کې څوک پورته کتلی شي بلکه دوی ته خاص کارتونه او امتیازات ورکول شوي دي خو په وطن مین طالبان لکه ملابرادر، شهيد مولوي عبیدالله او تري تم مولوی یاسر دومره وکړيدل او لا کړيږي چې حد يي نشته…. که فکر کوئ چې تر خوشې کيدو وروسته به ملابرادر نه غوښتل چې خپل وطن ته راشي او باعزته ژوند کړي موږ سهوه کوو ځکه هغه خوشې شوی نه وو او د تګ راتګ اجازه نه ورکول کيده که اجازه ورکول شوې وی هغه به قطر ته تر نني په زوره دوحې ته د بیول کيدو پر ځای افغانستان ته ترجیح ورکړې وه.
۳ـ په طالبانو کې باور: دا خو ټول مني چې د طالبانو جنګي ماشین مصرفي دی په خدای که د يو طالب په وژل کیدو د کوټې شورا يو کس لا خپه کيږي بلکه د یو مظلوم افغان ټول ټال ژوند او سختې په يوه ترانه را خلاصه شي خو برعکس د امارت لپاره د هر طالب د کړو ظلمونو تاوان يي کورنۍ ورکوي، يتيمان يي ډوډۍ نلري او کونډه يي تور سر يوې مبهمې ارماني مبارزې ته سپينوي. ملا برادر په طالبانو کې د ننه لا هم باور لري، هغه لکه د ملاعمر زوی مولوي يعقوب له امارت لرې نه دی ستر شوی بلکه د همدې نني جنګي ماشین مهمه پرزه وه، زور او باور يي دومره دی چې د حقاني شبکې خپل سری او د کوټې شورا دسيسې را کابو کړي.
۴ـ په لوبوه پوهيدل: ملاعباس ستانکزی ځکه نه غواړي په لوبه پوی شي چې مخکې يي لا د قطر د دفتر شل ميلیونه ډالر په دوبۍ کې خپلې لور ته په واک کې ورکړي دي، سراج الدين حقاني ځکه نه غواړي د لوبو پر تحلیل فکر وکړي چې هغه له پلاره بیا تر اوسه پورې پاکستان ته ژمن دی او په اسلام آباد کې هوسا ژوند لري، هبت الله مظلوم لکه د بوسو خوسکی هسې د امیر په توګه را مخکې شوی دی چې د امارت د افراطیت غوا يي وڅټي او شيدې وکړي په عمل کې موږ ولیدل چې هبت الله طالبانو څو ټوټې کړل، څومره خلکو د نارضایتي غږونه پورته کړل او تر نن پورې هم نه دی بریالی شوی حتی د ځان په اړه د کوټې د رهبري شورا غړي قانع کړي…. په سمبوليک ډول پاکستان ته د هبت الله په شان کسان په کار دي نه د ملابرادر په شان په خبره پوی خلک.
که څه هم شيرمحمد عباس ستانکزي او د قطر دفتر اوسنۍ هستې ډيرې هڅې وکړې چې د آی اس آی او کې جي بي د فشارونو په لړ کې روانه پروسه دوی پر مخ بوزي خو ملابرادر يوازې يو فرص پيدا کړ.
که ملابرادر او ملګري يي فکر کوي چې قطر ته په تګ سره هغه وژغورل شول سهوه کوي ځکه قطر دوهم پاکستان، د آی اس ای دوهم مرکز او د پاکستاني پوځ تر سختې څارنې لاندې دی، پيسې او شتمني يي پر خپل ځای خو دقطر نظامي سيستم پاکستان چلوي.
که ملابرادر فرصت له لاسه ورکړ، هوکړې ته ونه رسيد او له زلمی خلیلزاد سره په ګډه يي د پاکستان د شيطاني پلان مخه ونه نيوله شونې ده بیرته لاس ته تړلی پاکستان ته راوړل شي.

Share this page to Telegram

Comments