ملا برادر خوشې شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان له زندان څخه یو ځل بیا د ملا عبدالغني برادر د خلاصېدو خبر ورکول شوی.
ځینې باوري سرچینې د پاکستان د حکومت له خوا د ملا برادر د خلاصېدو خبر ورکړی، خو تر دې مهاله رسمي ادرسونو اعلان نه دی کړی.
رسنیو بیا راپورونه خپاره کړي چې د طالبانو د واکمنۍ د مهال مخکښ غړی د قطر حکومت په غوښتنه له بنده خوشې شوی دی.
رسنیو لیکلي چې موده وړاندې د قطر حکومت یو لوړپوړي پلاوي اسلام اباد ته سفر کړی و او د ملا برادر د خلاصولو په تړاو یې له پاکستانیو چارواکو سره خبرې کړې وې.
یو پخواني طالب قوماندان شمشاد ته ویلي، د طالبانو په یو لاس کولو کې ملا برادر اغیزناک، خو د سولې خبرو کې بیا د رهبرۍ له پریکړو مخ نه شي اړولای.
مخکېنې ولسمشر حامد کرزي هم په وار وار د طالبانو د مهم مشر ملا عبدالغني برادر د خلاصون غوښتنه کړې وه، خو بیا هم له بنده خلاص نه شو.
څو کلونه وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګنې ملا عبدالغني برادر له بنده خلاص شوی دی.
ملا برادر د ملا محمد عمر مرستیال او د هغه څلورکسیز ګروپ له ډلې هم و چې په ۱۹۹۴ کال کې یې د طالبانو تحریک په جوړېدو کې مرسته کړې وه.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments