ملا اختر منصور له مرګ وروسته وپلټل شو / ايمان بری

comments 0

0 Views

له هغې ورځې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان امريکا ته سفر وکړ او د دغه هيواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره يې د پاکستان، افغانستان او سیمې په امنيتي او سیاسي وضعيت خبرې وکړې، نو په دغه سیمه کې یو شمېر سیاسي او امنيتي بدلونونو ته تمه کيږي.
په پاکستان کې يو له دغو بدلونونو څخه د طالب مشرانو د خزانو او ملکيتونو کنګل کيدل دي، په تیرو څو ورځو کې د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې چې له کوئټې وروسته پکې افغان طالبان ډیر اوسیږي د ملکيتونو او خزانو د ګنګل کيدو خبرونه خپريږي.
په دې لړ کې د پاکستان فډرالي ادارې ( ايف آی اې) په کراچۍ کې د پخواني طالب مشر اختر منصور املاک او بانکي حسابونه کنګل کړي، او غواړي دغې چارې ته دوام ورکړي.
د پاکستان د پلټنو دغې فدرالي ادارې ویلي ملا منصور ته منسوب دغه جايدادونه اوس حکومت ضبط کړي. د دغې ادارې د تحقیق له مخې د عمار په نامه يوه کس د ملا اختر منصور د جايدادونو کاروبار مخته ووړ.
په پلټنو کې راغلي چې ملا منصور په بېلابيلو بانکونو کې حسابونه لرل.
یادې ادارې د پاکستان پوليسو ته په لومړنيو معلوماتو کې ويلي چې د طالبانو پخواني مشر ملامنصور د گل محمد په نامه جعلي پاکستانی شناختي کارټ لرل او په جعلي نوم يې مالي کاروبار روان کړی و.
په کراچۍ او یا د پاکستان په نورو ښارونو کې لوی افغان تجاران دا ډول جايدادونه او بانکي حسابونه لري خو مهمه دا ده چې ملا اختر منصور طالب مشر و او د املاکو سندونه يې په بل نامه و.
اختر محمد منصور څه د پاسه درې کاله وړاندې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د امريکا له لوري په یوه هوايي بريد د ايران او پاکستان په ګډه پوله ووژل شو.
هغه مهال له ده سره د ولي محمد په نامه يو پاکستانى پاسپورټ وموندل شو چې وروسته پاکستاني چارواکو وويل پر پاسپورټ لگېدلى انځور له ملامنصور سره ورته والى لري.
امريکا ته د عمران خان له وروستي سفر څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې د پخواني طالب چارواکي املاک او خزانې کنګل کيږي، تر دې وړاندې هم د طالب چارواکو کورنۍ او هر قدم د پاکستان د استخباراتي ادارې ( آی ایس آی) له لوري په بشپړ ډول څارل کيدې او دغې ادارې په هره سیاسي يا نظامي پریکړه کې د طالبانو کورنۍ سکونډلې.
پاکستان په هر حالت کې طالبان د خپل هيواد لپاره په اقتصادي، پوځي او سیاسي برخو کې له نړۍ او امريکا څخه د مرستې راجلبولو په موخه کارولي او لا يې هم د سرو زرو چاړه ترې جوړه ده.
پاکستان يو ځل بیا غواړي يوه نوي جنګ ته طالبان ور ټيلوهي او د خپل هيواد سیاسي او اقتصادي کمزوری او بې ثباته حالت پکې له ولس څخه پټ وساتي.
دا مهال په ټول پاکستان کې سیاسي ګوندونو د دغه هيواد لپاره د عمران پر پالیسيو د نيوکې په پار په بیلابیلو ښارونو کې لاريونونه کړي او خان يې يو کمزوری سیاست مدار بللی.

Share this page to Telegram

Comments