ملایعقوب: په قطر کې د سیاسي دفتر مشران د طالبانو د اصولو او کارونو خلاف روان دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د اسلامي امارت پخواني مشر ملا محمد عمر زوې په یوه خپور شوي لیک کې ویلي چې، د طالبانو د اوسنۍ رهبرې کارونه د منلو وړ نه او په قطر کې د طالبانو د سیاسې دفتر مشرتابه د طالبانو د اصولو او کارونو خلاف روان دي او د روانو مذاکراتو جزيات او پایلې له نورو طالبانو او خلکو سره نه شريکوي.
د ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب په يوې اعلامیې کې چې د هېواد په څو ولايتونو کې لاس په لاس شوي راغلي، ((سره له دې چې داسلامی امارت مشرتابه په افغانستان کې دخپلو شهیدانو ارامانونو ته درسیدو په موخه او له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو پخاطر له امریکایی مذاکراتی لورې سره په قطر کې مسلسل مذاکرا ت ترسره کړي او په ډیرو مواردو کې سره توافق ته نږدی سوي هم دي خو په تأسف سره باید ووایوچې له هغه وروسته چې د افغانستان اسلامی امارت پلاوی مسکو ته سفر کړی او په مسکو کې یې پرته له دې چې داسلامی امارت مشرتابه شورای سره مشوره وکړي دځینو موضوعاتو پرسر دمسکو له چارواکو بحثونه کړي او په ځینو مواردو کې سره هوکړې ته رسیدلي او ځینې تصامیم یې نیولي هم دي چې ددغه کار له امله داسلامي امارت ډيری مجاهدینو او ولسي خلکو داسلامي امارت دقطر دفتر په غړو بالخصوص دپلاوي پرمشر امیرخان متقی تندې نیوکې کړي ، ضمنااکثریت مجاهدین د روسیې هیواد پلازمینې مسکو ته چې دافغانستان دبدمرغیو د پیلامې ستر عامل دی داسلامي امارت دسیاسي دفتر دمشرتابه او غړو عجولانه سفرونو او دهغوئ دپریکړو اوکړنو څخه ډیر ناراضه دي.))
د اعلامیې له مخې ملا يعقوب ادعا کړې چې د طالبانو مشرتابه له روسیې، جرمني او څو نورو هېوادونو سره پتې معاملې او خبرې کوي او دوی د قطر مذاکراتو پايلې ته منتظر دي او اندېښنې ښودلې، چې که معاملې همداسې روانې وي، امکان چې د طالبانو ډله په دوو ډلو ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې طالبانو ترمنځ امریکا سره خبرو په پار ستونزې ډیر شوي او ویل کېږي چې داسې هم شوي چې مشران ناستو پر مهال بی اتفاقه شوي او له ناستو په شا شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments