ملامنان نيازی: د ټاپي پروژې ملاتړ کوو خو د هبت الله ډله لاسپوڅي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ هرات: د طالبانو د بیلې شوې ډلې مرستیال ملاعبدالمنان نیازي له يوې سيمه ایزې راډيو سره په خبرو کې ويلي دي چې دوی په ټول قوت د ټاپي پروژې ملاتړ کوي.
نوموړي وویل چې ددې پروژې لپاره دوی د طالبانو د رژيم پر مهال پلان لاره خو ځينو متخاصمو ډلو يي د پلي کيدو اجازه ورنکړه.
ملا منان نيازي وويل:« ټاپي يوه ملي پروژه ده په ټولو هغو ولايتونو کې چې ټاپي پروژه پلې کيږي زموږ کسان شته دي او په سر او مال به يي ساتنه وکړي.»
نوموړي وويل:« په دې پروژه کې څه هم هغه هیوادونه چې زموږ وطن ته ښه نيت نلري شريک دي ولې دا چې د افغان ولس ګټه پکې ده دوی به يي په سر او مال ساتنه وکړي.»
نيازی زياتوي چې اتيا سلنه طالبان له ده سره موافق دي او دی د طالبانو د عالي شورا د مشرتابه په توګه ددې وطن په هر ګوټ کې چې طالبان وي غږ کوي چې د ورته پروژو امنيت وساتي.
نیازی وايي چې اجازه به ورنکړي د کوټې شورا ځينې خپل سري او ځان چاري قومندانان او د پاکستان او ایران په ننګه جنګيدونکي طالبان له ورته پروژو د ځان په خاطر ګټه پورته کړي.
نيازي د هبت الله پر ډله تور پورې کړ چې دوی د پاکستان نوکران دي:« د هبت الله ډله مستيقما له پاکستان څخه هدایت اخلي او په سويل او شمال کې ډير فعالیتونه يي د ایران د ګټو لپاره دي، دوی زموږ د امیرالمومنين ملامحمدعمر آخوند په ګډون يو زیات شمېر مخور طالب مسولین په شهادت رسولي دي او اوس پکې داسې خلک شته دي چې نه وطن ته ژمن دي او نه اسلام ته.»
نیازی وايي چې له هغې ورځې چې دوی پاکستان پريښی دی د يوې خپلواکې ډلې په توګه مبارزه کوي او ددې مبارزې لپاره ورسره خیريه ادارې مرسته کوي.
نوموړی وايي چې پآکستان د هبت الله په مشرۍ ډيره هڅه وکړه څو موږ له منځه يوسي خو دوی ځکه نه بريالی کيږي چې د کوټې شورا او حقاني شبکه ددې وطن لپاره ښه نيت نلري او په ولس کې هيڅ ځای نلري او هغه سيمې چې د کوټې شورا اوحقاني شبکې په واک کې دي ولس ټول یرغمل شوی دی.

Share this page to Telegram

Comments