ملاعمر ته په منسوبو خبرو کې د راز خبرې( له غږ سره یو ځای)!اکرام الله اتل

comments 0

0 Views

اوس اوس هغه غږيز کليپ چې ملاعمر ته منسوب دی او نوموړي ته د طالبانو د امارت په وخت کې ورغلي طالب مشران يي هم اصلي بولي ملاعمر په خپل وخت کې له ډيرو رازونو پرده پورته کړې ده او ده په ښکاره ويلي دي چې نور طالبان نه هغه پخوانی رسوخ لري او نه به يي د مشروعيت لپاره هڅې ګټورې وي.

په غږيز نهه دقيقه ايز کليپ کې ملاعمر په ښکاره وايي چې اخترمحمد منصور د مشرۍ وړ نه دی بلکه د ځينو خبرو له امله ان د ارتداد تر سرحد پورې رسيدلی دی، ملاعمر څو ځلې تکرار وايي:«ملااخترمحمد منصور د طالبانو لپاره نه يوازې يو ښه مشر نشي کيدای بلکه نوموړی به د يو اجرتي قاتل په توګه طالبان له خپلو شخصي ګټو اوپاکستان څخه ځار کړي» چې اوس اوس تر ډيره کیسه ورته ده.

ملاعمر په خپله ويډيو کې په صراحت سره ملااخترمحمد منصور ته د« ملحد» خطاب کوي او وايي چې دده په څير ملحدين او د طالب مشرانو او جيدو علماوو قاتل ددې وړ نه دی چې د طالبانو مشرتوب وکړي.

بله مهمه خبره چې شونې ده ډير کم خلک ورته متوجې وي، هغه د طالبانو تر سقوط وروسته د ملاعمر عجز او له دندې لرې کيدل دي يانې هغه غږیز پيغام چې ملاعمر د مولوي عبدالله آخون د ملګرو په نوم پکې خبرې کړي دي په صراحت سره پکې ښکاري چې اخترمحمد منصور د ملاعمر له وژل کيدو درې کاله مخکې نه بلکه تر ماتې وروسته يي د طالبانو دمشرتوب دعوه کړې وه او ان د طالبانو د مشر په توګه د منصور د منل کيدو وړاندیز په خپله شخصا ملاعمر ته هم شوی وو.

ملاعمر بله خبره چې په دې پيغام کې هغه تر ماتې وروسته د اسلامي امارت پر ځای د طالبانو اسلامي تحریک دی، د طالبانو د امارت او تحريک په تړاو کټ مټ خبره يو وخت د طالبانو د قطر د دفتر پخواني رئيس سيد طيب آغا هم په هغه لیک کې کړې وه چې ده د ملاعمر د مرګ د راز د پټ ساتلو په تړاو تر خپلې استعفا وروسته رسنيز کړ، طيب آغا په ښکاره ويلي وو چې طالبان ټوټې شوي، ملامنصور د پټ مشر په توګه ډيرو ته د منلو نه دی او د ملارسول ډلې عملا وسله اخیستې نو ښه به وي چې په کوټه او وزیرستان کې له افغانستان څخه لرې  د طالبانو شته جوړښت تر امارته تحريک وبلل شي.

د ملاعمر دا خبرې دلته اوريدلی شی

ملامحمد عمر په دې غږیز کليپ کې وايي:« د ملاعبدالله مرحوم ملګرو ته وايم چې تاسو څو کسان سره کينی يو سم کس په خپل منځ کې وټاکی تاسو به ددې ملااختر په کیسو خبر ياست يا به نه ياست خبر،هغه اوس د طالب مشران په قتل متهم کړي او يا يي له امریکايانو سره ارتباطیان بللي دي، په همدې نامو يي ټول د ځان تابع کړي دي، دا سړی د مشرتوب نه دی داسې خبري کوي چې نيږدې دی مرتد سي دا سړی دمشرتوب نه دی، نه تاسو ته دا مناسبه ده چې مشر يي ومنی،يا به خبرياست يا به نه ياست يا به له ډاره څه نسی ويلی خو ما درته وويل چې زه دا سړی نه مشر کوم يو کس په خپله خوښه مشر او بل معاون کړی… که څوک شخصي ګټې پکې لري هغه بیله خبره ده خو که خبره د اسلام، ايمان او جهاد وي دا بیا بیله خبره ده، ده دوه کسان مقرر کړي ناحقې خبرې پرې کوي…..امریکايان چې پاتې شول او يا دا دوه نفره چې ده ته نيږدې دي دوی ټول څوک دي…..دی کم اصل سړی دی په ټول تحریک کې يي ساری نشته دی، زما زړه ته نه لویږي زه يي په ټول عمر کې نه مشر کوم،تاسو ته دا قسم در کوم دا اوس د مشرتوب وړ دی.»

ملاعمر تر پایه د خپل يو پياوړي قومندان ملاعبدالله پر پلويانو چې شونې ده تر نورو به یو څه پياوړی وي همدا پيغام ورکوي چې دا سړی د مشرۍ وړ نه دی او نه به يي دی تر مرګ پورې د طالبانو د مشر په توګه ومني بله مهمه خبره داده چې ملاعمر په دې پيغام کې د هبت الله په ګډون د بل هيڅ طالب مشر نوم نه اخلي بلکه تر پايه په کیسه پوی شوی دی چې د اخترمحمد منصور اجنډا بل شان ده او د منصور په اجنډا اوس ډير طالب مشران هم پوهيږي چې دې سړي غوښتل په افغانستان کې روان اغتشاش يوازې او يوازې د پوډرو او هيروينو د قاچاق لپاره وکاروي.

دا خبرې په داسې حال کې رسنيزې شوي دي چې تر دې مخکې يوازې د ملارسول ډلې او د طالبانو د وژل شوي مشر ملا دادالله ورور منصور دادالله دا خبره را پورته کړه چې ګواکې د طالبانو مشر وژل شوی دی او دده په نوم خپريدونکي لیکلي پيغامونه رښتيا نه دي بلکه يوازې د نوموړي په نوم د کوټې په اسحاق اباد کې لیکل کيږي او خپريږي.

 دا خبرې په تدريجي ډول که څه هم په کلیو او بانډوکې له استخباراتي سړو او تودو بې خبرو طالبانو ته د منلو وړ نه وي او ان تر دې چې دوی د ملامنصور په خوښه او امر باندې په لسګونو جيد علما او طالب مشران په افغانستان او پاکستان کې په قتل ورسول ولې کله چې منصور و وژل شو او طالبان لا هم پر هبت الله سره صلا نشول اوس اوس ددې غږ له را وتو سره نور دا خبره ښکاره شوې چې ملاعمر په يو مبهم ځای کې د همدې انکار او سخت دريځ له امله دملا اخترمحمد منصور له لوري وژل شوی او پر ځای يي منصور ټاکل شوی دی.

د ملامنصور د کسانو د بغاوت پته شونې ده دهلمند د خپل سري والي ملامنان او مالي مسول ملاګل آغا له سرکشی هم ډيرو ته ښکاره شوی وي ځکه دوی چې کله د هبت الله کمزوری مشرتوب او بل له منصور څخه ور پاتې پيسې او د پوډرو تجارتونه ولیدل نو تر هبت الله او په کوټه کې د پاکستان په ډيرو کمو پیسو ژونده يي هلمند ته تګ او رسما بغاوت کول ښه وبلل ملا منان او ملا ګل آغا بله ګټه دا وکړه چې د اخترمحمد منصور د هيرويينو او پوډرو د پروژو ټول ټال معلومات له دوی سره پاتې شول او هبت الله ته هيڅ هم په لاس ورنغلل.

که مو لږ فکر کړی وي کله چې ملامنصور د طالبانو مشر شو په تشکيلاتو کې بدلون راغی، امکانات ډير شول، پيسې ډيرې شوې او د هم  هغو پيسو او پوډرو په زور هلمند سقوط وکړ او هلمند سقوط ته نيږدې شو خو د هبت له ټاکل کيدو سره سم په هلمند او کندز کې د اخترمحمد منصور هم هغه پياوړې شبکې که څه هم په ډيرو سیمو کې نښتې پر مخ وړی شي ولې وینو چې د ولایتونو د مرکزونو وس نه لري.

د ملا رسول ډله چې ملاعمر ته تر دې ټولو ور نيږدې خلک پکې دي وار د مخه لا خبر وو چې د طالبانو مشر د يوې پټې دسيسې له امله وژل شوی او اخترمحمد منصور ځان ته لاره پاکه کړې که څه هم د دوی خبرې په لومړيو کې طالبانو ته يو ډول معما او يا ددوی پر ضد پروژه ښکاريده خو هغه نهه دقيقه ايز غږ چې اوس اوس رسنیز شوی دی او د ملاعمر د مجبوریت او سختیو يو ښه انځور پکې دی ښيي چې منصور له آی اس آی سره په ګډه د يوې بلې اجنډآ په خاطر نوې لوبه پيل کړې وه خو چې کله ایران ته ور نيږدې شو او په ایران کې يي پر ځينو مهمو مسايلو له سپاه پاسداران سره هوکړې وکړې په آی اس ای کې د ننه له سیف العدل او څو نوروډلو سره اړيکه لرونکو افسرانو يي کوردینات امریکا ته ورکړل او په ډراماتیک ډول سره و وژل شول.

د ملاعمر د خبرو دحقانيت بل ثبوت د طالبانو له دې شته بدنې څخه د حقاني شبکې بیليدل، ځان ته فعالیتونه او د حقاني نيټ ورک نوم فعالیتونه وو، د حقاني شبکه د طالبانو په بدنه کې تر کوټې شورا وروسته دوهم جوړښت وو ځکه په وزیرستان کې د منصور تر بیعت پورې هم داسې فکر کيده چې د دوی مشر ملاعمر لا ژوندی دی خو کله چې يي دا کیسه درک کړه نه يوازې له کوټې شورا را بیل شول بلکه د چمن په بغرارود کې د مولوی احمد کندهاري مدرسه او د ګلستان مدرسې په ګډون لس مدرسې هم ای اس ای رسما له کوټې شورا واخیستې او حقاني شبکې ته يي وسپارلې ځکه يادې مدرسې د ځانمرګو بريدګرو په روزنه کې ډيرې زياتې ښکيلې وې.

د حقاني شبکې بیليدل، د ملارسول ډلې ښکاره انشعاب او تر نن پورې مخالفت او بل لوري ته د ملادادالله د کورنۍ په ګډون د لسګونو مهمو طالب مشرانو پټې او ښکاره وژنې دا ښکاره کوي چې اخترمحمد منصور په خپل سري ډول طالبان را خپل کړي وو او لکه څنګه چې ملاعمر وايي:« اخترمامد ځينې له امريکې سره د اړيکو په تور د ځان کړي او ځينې يي بیرولي دي» نو اوس باید په تدريجي ډول په کلیو کې د طالبانو سیمه ایز قومندانان هم دا فکر وکړي چې د ملاعمر له درد او سوزه په ډکو خبرو کې هغه پټ راز پروت دی چې دلته يي زه ويل د ځينو ستونزو له امله مناسب نه بولم.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *