مقبلو کې افغان او پاکستاني ځواکونه په جګړه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا پټان ولسوالۍ اړوند مقبلو سیمه کې هم دافغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پيل شوې ده .
په سیمه کې افغان مسوولین وایي، له تېرې ورځې راهیسې يي په سیمه کې د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړې و چې تراوسه په بریالیتوب سره روان و.
مسوولین وایي، شاوخوا یولس بجې د خواجه کرم سیمه کې پاکستاني ځواکونو د طالبانو په ملاتړ له دوی سره نښته پيل کړه.
د تندر قول اردو قوماندان شعور ګل پښتون وایي، تراوسه په عملیاتو کې دیارلس طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپيآن دي.
پښتون وایي، جګړه په هغه سیمه کې ده افغان ځواکونه د ورتګ طالبان او پاکستاني ځواکونه یي مخنیوي کوي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments