معنوي: د لنډمهالي حکومت جوړېدل خوب او خیال دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: رسنیو سره په خبرو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي ټاکنې خامخا یوه نتیجه لري نو باید د پایلو تر اعلان پورې له حوصلې کار واخیستل شي.
نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې یادې ډلې وویل، د لنډمهالي حکومت جوړېدل خوب او خیال دی.
د یادې ډلې غړي فضل احمد معنوي د خپلو خبرو پر دوام وویل، په ډاډ سره وایي چې هیڅکله به د ۲۰۱۴ فاجعه تکرار نه شي ځکه په خبره یې د دوی محاسبه ښیي چې په لومړي پړاو کې به یو کس بریالی کېږي.
هغه دغه راز زیاته کړې، حکومت دې د ټاکنو پایلو کې مداخله نه کوي او د ټاکنو کمېسیون دې د رای ورکوونکو کره شمېر ژر روښانه کړي.
یاده ډله دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د نوماندانو شورا نن یوې خبري ناستې ته ویلي چې ټاکنې په لومړي پړاو کې بریالی نه لري نو باید پر دریېم انتخاب غور وشي. یادې شورا د دریېم انتخاب په اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments