معروف ولسوالۍ کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندهار: کندهار په معروف ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې پر مهال درې وسله وال ووژل شول.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره شپه طالب وسله والو د معروف ولسوالۍ اړوند (کڅې) سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.
د دراني په خبره د پولیسو په ځوابي غبرګون کې درې وسله وال وژل شوي، یو ټپي شوی او یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دراني وایي، اوس پولیس او نور افغان ځواکونه د طالبانو هر برید ته بیداره دي او ډير کله طالبان له سختې ماتې سره مخ کیږي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments