معتصم آغا جان: امریکا او طالبانو ترمنځ بیا خبرې ترسره کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو د وخت مالیې وزیر معتصم آغاخان ویلي چې طالبانو او امریکايي چارواکو په قطر کې مخامخ خبرې کړي او دغه لیده کاته به راتلونکي کې هم وشي.
د نوموړي په وینا، خبرې اترې یې په ټيته کچه وې او په تدریجي توګه به لوړې کچې ته ورسېږي او دغه دوه اړخیزې خبرې به تر هغې دوام وکړي، څو دواړه لوري یوې موافقې ته رسېږي.
له دې سره په قطر کې د طالبانو استازي بیا دغه څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې په مناسب وخت کې به له رسنیو سره خبرې وکړي.
تر دې د مخه داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګنې د جنوبي او مرکزۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس وېلس له طالب چارواکو سره په قطر کې لیدلي او خبرې کړي دي.
طالبانو بیا د نوموړي دغه ادعا رده کری ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments