معترضین د سولې غږ پراخوي

comments 0

131 Views

هندوکش – کابل: د کابل پرلت کوونکي وايي، له طالبانو سره د دوی خبرې شوي او د سولې لپاره به خپل غږ نور هم اوچت او هڅې به پراخې کړي.
له ښکیلو لوریو د دوی غوښتنه داوه چې درې میاشتنی اوربند دي وکړي.
د پرلت کوونکو دغه غوښتنه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې اندونیزیا کې دیني عالمانو پر طالبانو د جګړې د بندولو غږ وکړ.
د کابل پرلت کوونکي همداراز ادعا کوي چې د پرلتونو له ادرسه یې طالبانو سره خبرې شوي او دوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د طالبانو د خندق عملیاتو نوم ته اشاره کوي چې ګنې دا د دفاعي عملیاتو په مانا دي.
دوی له عامو خلکو او ان له ښځو هم وغوښتل چې د سولې لپاره خپل غږ له دوی سره بدرګه کړي څو له روان بحران څخه وتلو ته لار اواره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments