مظاهره چیان: د پاکستان حکومت د ولس او سیاسي مشرانو په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د جمیعت علما اسلام یو مرکزي مخکښ مولانا محمد حنیف د وژل کېدو پرضد په ټوله صوبه کې مظاهرې شوي او کاربندیز دی.
د جمعیت علما اسلام ف ډلې په غوښتنه د کوټې په ګډون د صوبې په زیاتره لویو ښارونو کې کاربندیز دی.
دا له هغه وروسته ده چې د سېپټمبر پر ۲۸مه په چمن کې په یو بمي چاودنه کې د مولانا محمد حنیف په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپي شوي وو.
د قلعه عبدالله د مرستیال کمشنر یاسر اقبال دشتي په وینا چاودنه د مولانا محمد حنیف موټر ته نژدې په درول شوي موټر سایکل کې د اېښودل شوي بم په وسیله شوې ده.
د یاسر اقبال دشتي ویلي چې د چاودنې هدف مولانا محمد حنیف په نښه کول وو.
د دې پېښې پرضد په چمن ، کوټه او ځینې نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم شوې دي او ګډون والو یې پر حکومت تور پورې کړی چې د ولس او سیاسي مشرانو په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی.
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان او د کورنيو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو خفګان ښودلی او پولیسو ته یې امر کړی چې په چاودنه کې لاس لرونکي دې ونیسي.
چا تر اوسه د دې چاودنې زمه واري نده منلې.
مولانا حنیف د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مرکزي مرستیال جنرل سکرتر، د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د چمن ضلعي امیر وو. د نوموړي دفتر په چمن کې د افغانستان پولې ته نږدې پر تاج سړک موقعیت لري.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو پر مشرانو ورته بریدونه ترسره شوي دي.
پخپله د جمیعت علما اسلام ګوند پر مشر مولانا فضل رحمان هم څو څو وارې ځانمرګي بریدونه ترسره شوي خو نوموړی ترې بچ وتلی دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments