مصر کې ترهګړیز برید تر لسو ډیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

مصر کې ترهګړیز برید تر لسو ډیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
هندوکش – مصر: د بهرنیو رسنیو په وینا د مصر پلازمینې قاهرې ته نېږدې د قبطیانو پر یوې کلیسا په برید کې د یوه حمله کونکي په ګډون لس کسان وژل شوي او پنځه سرتیري ټپیان شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ،حمله کونکو هڅه کوله چې د قاهرې په جنوب کې د حلوان په سیمه کې مرمینه کلیسا ته داخل شي، خو امنیتي ځواکونو يې مخه ونیوله.
د یاد برید په اړه تر اوسه کومې ډلې څه نه دي ویلي خو د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د اسلامې دولت په نامه ډلې یا داعش په دې هېواد کې د قبطیانو پر عبادت ځایونو ورته بریدونه کړي دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *