مصر د سخت دريځۍ د مخنیوي برخه کې مرسته کوي

comments 0

56 Views

هندوکش – مصر: کابل کې د مصر سفیر ویلي، هېواد یې له بنسټپالنې سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.

تیره ورځ غرمه مهال کابل کې د مصر سفیر هاني صلاح د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.

په لیدنه کې د مصر سفیر ویلي، هېواد يې چمتو دی چې په امنیتي، لوړو زده کړو، اسلامي او کلتوري زده کړو او له ترهګرۍ سره مبارزې برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي.

دغه راز دواړو خواوو، افغانستان کې د تاوتریخوالي او بنسټپالنې د له منځه وړلو پر څرنګوالي خبرې کړي او د مصر سفیر د خپل هېواد د اوږدمهاله مرستو پر دوام ټینګار کړی.

محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments