مشورتي لویه جرګه ـ لومړۍ ورځ // سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

جرګې ته د غړیتوب لپاره ټاکنې کیدلې، زه د کابل خبریالانو له ډلې جرګې ته ټاکل شوی وم.

د غوايي نهمه د سهار شپږ بجې د جرګې د تالار پر لور له یو بل ملګري سره د کابل ښار له ختیځې څنډې روان شوم، ښار کې له دې کبله ارامي وه چې یوه خوا رخصتي، بل خوا د وخته تګ او بلې خوا د باغ بالا شاوخوا لارو بندیدل و.

د ښار وضعیت ځکه عادي نه ښکاریده چې هره شېبه افغان ځواکونو ته د یو ګواښ راپور ورکول کیده او کیدی شي همدا لامل و چې د ښار هره څنډه کې افغان ځواکونه لیدل کیدل چې ځینو سیمو کې به یې پلټنه هم کوله.

د ښار ځینې برخې بیا عادي وضعیت کې ښکاریدلې، خو بهارستان ته په رسیدو بیا هر څه بدل ښکاریدل، موټرو ته اجازه نه وه او پلي کسان که هم له دې لارو تیریدل، باید تلاشي یې ورکړی وای.

کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د امنیت کلیدي سیمو کې خپل بسونه موټر درولي و او د لارې خلک به یې له یو کمربند څخه بل کمربند ته پرته له کومې پوښتنې وړل، دې کار د خلکو کار اسانه کړی و او بندو لارو کې یې مشکل کم و.

د جرګې د غړو لپاره بیا نورې وړې دولتي موټرې ولاړې وې او تر تالار به یې رسول، په دې سره نه امنیتي سیمو کې ګڼه ګوڼه وه او نه هم چاته مشکل جوړیده، د ټولو کار یې اسانه کړی و، او موټر چلوونکو او د پولیسو وضعیت له ښاریانو او جرګې د غړو سره فوق العاده و.

د جرګې لومړۍ ورځ تر تالاره د رسیدو پورې درې د پلټنې ځایونه و چې له سکینرونو به تیریدلې، یو څه چې د ډیرو کلیوالو کار یې سخت کړی و، هغه دا چې له دې دریو تلاشیو څوک نه شول توانیدلی، نصوار یا سګریټ تېر کړي.

د پلټنې هر ځای کې یې د یو کریټ یا کارتن ایښی و چې له نصوارو، سګریټو او لایټرو به ډک و، دې کار د ځینو عملي کسانو کار سخت کړی و.

زه په لومړي سهار نه وم خبر چې څومره کسانو به ګډون کړی وي، تالار کې مې بیا د کميسیون له مشر داوودزي واوریدل چې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی، خو دا چې د جرګې ګډونوالو کې مې هر ډول خلک لیدل، بیخي خوند یې راکو چې له ډيرو لیرو سیمو خلکو پکې ګډون کړی و چې ځینې ان په لومړي ځل کابل ته راغلي و.

له ولایتونو د راغلو نارینه وو لپاره د پل تختیک لیلیه کې مجهز اطاقونه ورکړل شوي و چې هر وخت چای پکې و او په وخت به یې د ډوډۍ انتظام کیده، د لیليې برخه کې هغه مشران چې ما پيژندل له خدماتو او د خدمتګارانو له رویې خوښ و چې له تشناب نیولې، بیا د خوب ځای او چای ډوډۍ پورې هر څه یې تنظیم دي.

له ولایتونو د راغلو ښځینه‌وو لپاره کانټینټل کې ځای برابر شوی و چې له په بس موټرونو کې به تر کانټیننټل او تالار پورې وړل کیدلې، راوړل کیدلې، د ښځو د خدماتو په تړاو مالومات نه لرم، خو فکر کووم ښه به ځکه و، که ښه نه وی بیا یې حتما غږ پورته کیده.

د جرګې لومړي ورځ د خلک علاقه ډيره زیاته وه او ټول تالار کې په وخت سره راټول شول، دا چې اجنډا له مخې باید لومړۍ ورځ اته بجې پيل شوی وی، لس بجې د قران کریم په تلاوت پيل شوه، ملي سرود وغږول شو او ځینې د ملایانو په څېره کې کسان بیخي ملي سرود ته و نه دریدل چې د شاوخوا خلکو له غبرګون سره مخ شول.

بیا ولسمشر هر اړخیزه وینا وکړه او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې حکومت هیڅ له تاسو نه غواړي، تاسو یواځې د سولې په تړاو خپل ازاد نظر وړاندې کړئ او نظرونو ته به احترام کیږي.

دا چې د جرګې زیات ګډونوال ځوانان و، ولسمشر په لومړۍ ورځ وینا کې ژمنه وکړه چې سیاسي قشر د بدلون په حال کې دی او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې شخصي کوچنۍ ګټې دې د لویو ملي ګټو څخه لوړې نه ګڼي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې پخوانی جهادي مشر استاد سیاف د جرګې ګډونوالو لپاره رییس اعلان کړ چې ټولو یې هر کلی وکړ، ټولو همدا تمه درلودله چې استاد د جرګې رییس شي او همداسې وشول.

د استاد له ټاکنې سره یو ځای استاد په خپلو خبرو کې د نور کله په توپير طالبان ورونه او سیاسي مخالفین یاد کړل او غوښتنه یې وکړه چې د دې جرګې مشورو ته درناوی وکړي او نور د جګړې پر ځای په سوله تمرکز وکړي.

استاد د سولې په تړاو سرې کرښې شنه څراغونه یاد کړل او طالبانو ته یې ډاډ ورکړ چې ارزښتونه او لاس ته راوړنې دې مخامخ خبرو کې بحث شي او دغه راز د هغو سیاسیونو او چارواکو په اړه یې خواشیني وښودله چې جرګه یې تحریم کړې وه او ډاډ یې وښود چې سیاسیون په جرګه ملاحظات لري او د سولې مخالف نه دي.

استاد سیاف د خبرو په پای کې اداري پلاوی اعلانو چې خلکو په دې انتصابي ټاکنه اعتراض وکړ او له بحثونو او جنجالونو وروسته پریکړه وشوه چې انتخابات به کیږي.

مشورتي لوی جرګې ته د رییس سربیره درې مرستیالان او څلور منشیان ټاکل شوي و، فضل هادي مسلمیار، عبدالرووف ابراهیمي، عبدالروف الهامي او حبیبه سرابي انتصابي ټاکل شوي و، خو دا چې خلکو اعتراض وکړ، د منشیانو نوم بیخي وا نه خیستل شو.

لومړی خو پریکړه وشوه چې له هر زون یو مرستیال او یو معاون وټاکي خو دا چې په دې سره هم جوړ را نه غلل، د جرګې رییس اعلان وکړ چې پلاوي لپاره به ټاکنې کیږي، خو د اداري پلاوي له ټاکنو وړاندې باید د کمیټو د رییسانو ټاکنې وشي.

دا ورځ چې باید ماسپښین یې د کمیټو د رییسانو ټاکنې شوی و، جنجالي پای ته ورسیده او هغه کار چې باید په لومړۍ ورځ شوی وی، دویمې ورځې ته پاتې شو او په دې سره د اجنډا له مخې دا باوري شوه چې جرګه به د څلور ورځو پر ځای پنځه ورځې وي، ځکه د جرګې رییس هم وویل چې د جرګې د جوړیدو کمېسیون چمتو دی چې موږ ته یوه بله ورځ میلمستیا راکړي او و مو ساتي.

په همدې ورځ له تالار د باندې ګونګوسۍ وې چې د حکومت سیاسي مخالفینو ځینې کسان ګمارلي چې د جرګې د ګډوډلو لپاره لاس پکار شي، یو کس له تالاره څخه په همدې تور باندې وویستل شو چې د ولسمشر وینا د اخلال لپاره پورته شو.

دا اندیښنې په ټوله کې د دولتي کسانو سره وې او هر ځای به یې وضعیت ارزو چې خلک څه وایي، خو د ورځې تر پایه مالومه شوه چې داسې څه نه و او هغه انديښنې چې وې بې ځایه وې.

دا ورځ چې باید د مازیګر تر شپږ بجو کار شوی و، نږدې څلور بجې پای ته ورسیده، خو د جرګې ګډونوال ځینې خپلو دیرو ته لاړل چې پل تخنیک کې ورته برابرې شوې وې او هغه کسان چې د کابل و، له ملګرو سره په مجلسونو او بحثونو تېره کړه او د سبا ورځې لپاره ځینو د اداري پلاوي لپاره خلک منسجم کول او ځینو د کمیټو د ریاستونو لپاره.

د جرګې په لومړۍ ورځ د جرګې ګډونوالو ته مالومه شوه چې حکومت هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي او کولی شي په ازادانه ډول خپل نظر څرګند کړي، ځینو ګډونوالو خو ان پوښتنه کوله چې څه وکړي، څنګه نظر ورکړي او څه ډول بحث وکړي.

له نیکه مرغه د جرګې اکثرا ګډونوال لوستي و او هغوی چې نالوستي و، د جګړې قرباني و، درد یې لیدلی و او په دې ښه پوهیدل چې سوله څومره ارزښت لري او په کوم قیمت سوله وکړي.

دوام لري…………………..

Share this page to Telegram

Comments