مشورتي جرګې جوړیدل ارګ ته لومړیتوب دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ ویلي، لومړیتوب یې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل دي.

په قطر کې د بین الافغاني ناستې له لغوه کېدو سره سم ولسمشرۍ ماڼۍ لومړیتوب د سولې مشورتي لویې جرګې ته ورکوي.

ارګ وایي، ځکه یې د قطر ناسته لغوه کړه چې دوی قطر ته له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره د ورتلونکي پلاوي نوملړ ورکړ او قطر بیرته ورته یو بل لیست ورکړی چې په وینا یې دا د سولې لپاره د افغانانو د ارادې سپکاوی و.

ټاکل شوې وه، له قطر ناستې وروسته افغانستان کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، خو اوس چې د قطر ناسته لغوه شوه، نو افغان حکومت ټینګار کوي چې په ټاکل شوې نېټه دې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي.

خو په کور دننه بیا له مشورتي لویې جرګې سره اجرایه ریيس عبدالله عبدالله او د ولسمشریزو ټاکنو ځینو نورو نوماندانو مخالفت کړی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments