مشاهد حسین: د پاکستان واضح پلان و چې افغانستان یې پنځمه صوبه وي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: یو پاکستانی سناتور وايي د پاکستان حکومت اوس افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په سترګه ګوري. پاکستاني سناتور مشاهد حسین چې په پاکستان کې یې پر مهمو څوکیو کار کړی له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، یو وخت د پاکستان واضح پلان و چې افغانستان باید زموږ پنځمه صوبه وي.
دده په خبره د ضیاالحق د حکومت پر مهال پر دې بحثونه کېدل چې د پاکستان په خزانه کې د پنځمې صوبې لپاره بودیجه ځانګړې شي، خو اوس پاکستانی حکومت دې ته تیار دی چې افغانستان ته د یوه مستقل هېواد په سترګه وګوری.
دده په خبره اوس پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د یوه ښه ګاونډي په سترګه ورته ګوري.
مشاهد حسین ټینګار کوي چې پاکستان اوس په افغانستان کې د لاسپوڅي حکومت له جوړولو لاس په سر شوی دی.
سرچینه : سپوږمۍ رادیو

Share this page to Telegram

Comments