مشارکت او پراختیا په پار د افغانستان او اروپایي ټولنې دویمه ناسته ترسره شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د مشارکت او پراختیا لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې د همکارۍ هوکړه لیک ګډې کمېټې دویمه ناسته په کابل کې ترسره شوې ده.
دغه کمېټه د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د مشارکت او پراختیا د همکاریو تړون چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې لاسلیک شوی دی څارنه کوي.
له مالیې وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې ګډې کمېټې د افغانستان او اروپایي ټولنې کورني بدلونونه او په دې سربېره سیمه ییزه او نړیواله پراختیا وڅېړله.
د سرچینې په خبره دې کمېټې د پراختیایي همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې، ښې حکومتولۍ، بشرحقونو، بشردوستانه مسائلو او کډوالۍ په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي.
دې ناسته کې دغه راز د سولې پروسې او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو هم بحثونه شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments