مسکو کې عباس ستانګزي څومره درواغ وويل؟ / بريالی وياړ

comments 0

0 Views

د روان2019 زېږديزکال د فبروي پر5 نېټه د مسکو په پرزیدنټ دولتي هوټل کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه وشوه. په دې غونډه کې د طالبانو په استازولۍ د عباس ستانګزي ډلې او د سياسيونو پر مشرۍ حامد کرزي او د ده پخواني يارانو ګډون کړی و. دا غونډه چې هيڅ حکومتي او رسمي ارزښت يې نه درلود د روسيې، پاکستان او طالبانو په ګډون د کورنيو سياسي مداريانو او په تېره بيا د ولسمشر محمد اشرف غني سیاسي رقبيانو پلان کړې وه.
غونډه حامد کرزي په خپلو خبرو پيل کړه ورپسې عباس ستانګزي يوه پړپړه متن ووايه چې متاسفانه په دې متن کې يې د افغانستان د اساسي قانون سپکاوی وکړ. حکومتي نظام يې غيري مشروع وباله. د افغانستان د ملي ارزښتونو پر ضد يې له کرکې ډکې څرګندونې وکړې. دا هرڅه يې د حامد کرزي، او نورو سياسي راهبانو مخته وويل. په ډېر وياړ سره د روسيې له حکومته مننه وکړه چې د دوئ په نظر دا مهمه غونډه يې ورته پلان کړې وه او دوئ ته يې زمينه برابره کړه.
عباس ستانګزي په ډېر افتخار سره وويل چې د امريکې او د هغې د متحدينو پر ضد يې په اصطلاح سپېڅلی جهاد روان ساتلی دی، او لا به يې روان وساتي. ده د خپلې وينا په سر کې دوې خبرې مهمې وبللې يوه يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل، او بله یې د نورو پر ضد زموږ د خاورې نه کارول ياد کړل.
هر افغان پر دې نظر دی چې دلته د پرديو ځواکونو موجوديت پای ته ورسيږي، او د افغانستان حکومت پر خودکفايۍ سمبال شي. همدارنګه هر افغان غواړي خاوره يې د بل چا پر ضد استعمال نه شي، دا يواځې د طالبانو غوښتنه نه ده بلکې د حکومت او ولس غوښتنه هم ده، مګر طالبانو په دې دوو خبرو کې څه هدف لري؟
دا خبره چې طالبان وايي: د افغانستان خاوره بايد د نورو پر ضد استعمال نه شي، دا د پاکستان پېغام دی چې د طالبانو په خوله يې له ملت سره شريکوي. پاکستان د بلوڅو ملتپالو او ها خواته د پښتونو ځوانانو د تازه پيل شوي خودجوشه حرکت په اړه له افغانستان څخه د کېدونکي ممکنه ملاتړه ډار لري. پاکستان غواړي دا په حکومت او نړۍ والې ټولنې ومني چې افغانستان بايد د ډېورنډ له داعيې تېر شي، او هلته د خپل ولس د حقه حقوقو د ملاتړ ږغ ونکړي. طالبان غواړي د دواړو مليتونو ترمنځ غټه فاصله رامنځته کړي او د دوئ ترمنځ دېوال ووهل شي.
د سولې په اړه
عباس ستانګزي د سولې په تړاو په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه چې طالبان سولې ته ژمنتيا لري او د ده په وينا مقابل لوری ژمن نه دی. تر ټولو اول د طالبانو دغه خبره د تنقيد او ريشخند وړ ده. سړی حيران شي چې طالبان سولې ته ژمنتيا څه شی يادوي؟ له امريکې سره خبرې کوي، روسيې ته مندې وهي، چين ته ځغلي، قطر کې يې ځای نيولی، پاکستان او ايران خو يې خوندي ځايونه دي. دا هر څه کوي، مګر د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه حاظريږي. نو کله چې تاسې له حکومت سره خبرې نکوئ، د حکومت له سياسي مخالفانو سره يې کوئ دا اوس سولې ته ژمنتيا ده؟ تاسې څه پوهېږئ چې حکومت سولې ته ژمن نه دی؟ حکومت، خو واضح د سولې ستراتيژي لري او له قيد او شرط پرته خبرو ته درسره چمتو دی، مګر تاسې چې خبرو ته نه راځئ، په دې کې ملامت ولې حکومت دی؟
عباس ستانګزي د خپلې وينا په يوه بل بند کې وويل: جنګ پر افغانانو او اسلامي امارت تپل شوی دی. د تپلو مانا دا ده چې يو څوک مکلفاً او مجبوراً تا وګوماري او دنده در کړي چې دا کار وکړه. يانې ته مجبور يې وې کړې، او د خلاصون لاره نلرې. که دا جګړه پر امارت تپل شوې، چا پر تپلې او که تپلې ده، هغه د جګړې ديني ماهيت، استقلاليت او جهاديت څه شو؟ کومه جګړه چې تپلې شوه هغه بيا جهاد کله کېدلی شي؟ دا څنګه کېدای شي چې طالبان يوار دعوه کوي چې د اسلامي امت دازادۍ جګړه يې پيل کړې، بيا وايي: جګړه راباندې تپل شوې ده. هلکه جګړه چا درباندې تپلې ده؟ ووايه، او که تپلې ده بيا د جهاد نوم ولې ورکوې؟ بيا يې د تپلتيا په صورت کې قدرت ولې غواړې؟ بيا د اساسي قانون سپکاوی ولې کوې؟ بيا اردو ولې منحلوې؟
د بنديانو په اړه
عباس ستانګزي د خپلې وينا په دوام کې د تور ليست موضوع راپورته کړه چې د ده په وينا مخکې ترمخکې لا بايد طالبان له تورليسته وويستل شي. ده وغوښتل چې تورلیست ته اچول شوي طالبان دې ټول وويستل شي، او دا يې طعبي حق دی. ستانګزي ادعا وکړه چې حکومت په زرګونه بېګناه افغانان او مجاهدين(!) زندانانو ته اچولي او د ده په وينا له ناوړه چلند سره مخامخ دي. اول، خو په کار ده چې د مجاهدينو او بېګناه وګړو ترمنځ تفکيک وشي. ستانګزي ته دا مجاهدين او بېګناه وګړي ښکاري چې د روس، پنجاب، ايران او پاکستان توپک يې اخيستی دی، په ښارونو کې بريدونه کوي. پر ولسي وګړو ځانمرګي حملې کوي. په مسجدونو کې چاودنې کوي سړکونه ورانوي. پلونه نړوي. ښوونځي سوځي. مخابراتي خدمتونه بندوي. د بيان ازادي يې زندۍ کړې. په زرګونه افغانان يې وژلي. ژوبل کړي يې دي. په زرګونه افغان ميندې يې بې مېړنو کړي. اولادونه يې ترې اخيستي. وروڼه يې ترې ځوانيمرګ کړي. دا د ستانګزي په نظر بېګناه وګړي دي چې افغان حکومت زندانونو ته اچولي دي. ستانګزی د دې پر ځای چې له تعاقل څخه کار واخلي او متوجې شي چې دغو خلکو د افغانستان پر ضد دښمني پيل کړې، او دا د ملت او حکومت دښمنان دي، او مجبوراً حکومت مکلفيت لري چې د دوئ د تروريستي فعاليتونو او ناوړه بريدونو پر وړاندې ودرېږي، او دوئ ونيسي زندانونو ته يې واچوي، برعکس دا کسان بېګناه ګڼي.
طالبانو د زندانونو په نوم خپلې وحشي جېل خانې شاته پرې ايښي. ستانګزي ته پرون له کرزي نيولې تر ټولو يوه هم دا خبره ونکړه چې دا ستاسي اماراتي قصابانو زموږ د هيواد څومره مظلوم او بېګناه وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور په شهادت رسولي دي. دا ستاسي محبسونه چې کومانډو يې تل در ماتوي، او د سپين ږيرو، ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه هېوادوال ترې را ژغوري دا څه دي، دا څه رقم ترحم دی، او دا څه رقم عدل دی. دولت، خو چې طالب ونيسي، ښې غوړې – غوړې ډوډۍ ورکوي. کرار ناست وي. درس په وايي. ورزش په کوي. ښه ساتنه يې کوي. چې راخوشي شي، غټ پلن څټ يې کړی وي، خېټه يې ډکه وي. سره له دې چې زه د دولت له دغه ډول بشر دوستۍ سره مطلق مخالف يم، او طالب سره بايد دغسې بشر دوستي ونه شي. ځکه دا دی طالب يې بېله دې هم نه مني، او دولت پر دې تورنوي چې ګنې له د دوئ له محبسينو سره ظلم کوي.
د سولې د رسمي دفتر غوښتنه
عباس ستانګزي د سولې د رسمي دفتر غوښتنه وکړه. ويل: موږ ته دې داسې خوندور او شه دفتر جوړ شي چې په ډاډه زړه پکې پرته يوو او هيڅ خطر راته متوجې نه وي. د دې په اړه، خو د افغانستان د حکومت دريځ ډېر روښان دی. مخکې تر مخکې يې لا دوئ ته وړانديز کړی چې راشئ په کابل کې ځانته دفتر جوړ کړئ، د سولې خبرې به له همدې ځايه وکړو، خو څې کوئ چې طالبان نه اوس د کابل دفتر مني، نه له حکومت سره د سولې خبرې مني. طالبان غواړي د دفتر په نوم يوه جلا ماڼۍ ور جوړه شي، امريکا او نوره نړۍ ډالرونه بوديجه ورکړي او دوئ پکې خپلې مزې او چړچې وکړي. که طالبان د سولې دفتر يوه اړتيا بولي او نه موجوديت يې د سولي لپاره ستونزمن ګڼي، بيا نو رادې شي، کابل کې دې، ځانته دفتر ونيسي، او د تروریزم لاره دې خوشي کړي، د سياسي جوړجاړي له لارې دې حکومت ته داخل شي. بېله دې، خو هم دوئ قدرت غواړي. که داسې نکوي، بيا نو بل دفتر څه مانا لري، هماغه د قطر د دوحې دفتر کفايت کوي.
د امارت پر ضد تبليغات:
عباس ستانګزي د امارت پر ضد د تبليغات په اړه يو نادره بحث را مطرح کړ. ده وويل: په هېواد کې دننه د اشغالګرو په ملاتړ او د ده په وينا د امارت پر ضد زهرجن تبليغات کېږي. اول، خو بې بنسټه ادعا دا ده چې هيڅ يوه افغان د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ تبليغات نه دي کړي، که فرضاً چا کړي، ما د يوه افغان په توګه په دې څو کلونو کې نه دي اورېدلي. البته دا چې بهرنيان دلته موجوديت لري، د بيارغاوني کارونه کوي، يا نورې خيريه مرستې کوي او افغانان يې يادونه کوي، دا تبليغات نه بلکې دا مالومات دي. بل يې د امارت پر ضد د زهرجنو تبليغاتو يادونه وکړه. د ستانګزي زړه غواړي چې افغانان دې د طالبانو زهرجنې پېښې، وحشي جنايتونه، او تروريستي اعمال برعکس برداشت کړي، او په ملاتړ دې يې له خوند او مزې ډکې خبرې وکړي. مثلا: چې يو ځانمرګی راځي په جومات کې پر لمانځه ولاړو خلکو باندې ځانته چاودنه ورکوي، دې ته کوم رنګ بايد ورکول شي؟ د دې پر وړاندې څه ډول تبليغ وشي، دا څنګه توجيه شي؟ او يا دا چې طالبان د کابل په ښار کې د بېګناه وګړو په منځ کې له چاودېدونکو توکو بار موټر ته چاودنه ورکوي، سل کسان شهيدانوي او دوه سوه ژوبلوي، دې ته بايد څه نوم ورکړل شي؟ افغانان د دې په اړه څه ووايي؟ دا چې ولس دغه پېښې غندي، دا اوس زهرجن تبليغات دي؟
بل دا چې عباس د دې مورد په دوام سره وويل چې ځينې کړۍ ښوونځي سوځي، پر زده کوونکو تېزبا پاشي، پلونه نړوي، او سړکونه نړوي او د پر ولسي وګړو د ماينونو چاودنې کوي، بيا يې پړه پر طالبانو ور اچوي. تاسې د طالبانو دې حماقت او رذالت ته ځېر شئ. دوئ اوس دا د پلونو الوځول، د سړکونو خرابول، د ماينونو چوول، د ښوونځيو سوځل، او د لارې پر سر د ماينونو له امله د بېګناه وګړو شهيدانول د بل چا کار ګڼي. هر افغان په هېواد کې د طالبانو له لوري د پلونو، سړکونو او پلچکونو د ورانولو شاهد دی. ماينونو د طالبانو اختراع ده، د دوئ کار دی. تاسې ورشئ، په هلمند، فراه، روزګان، غزني، کندوز او هغو ولايتونو کې چې طالبانو جګړې پکې کړي، پلونه او پلچکونه يې چا په ماينونو الوځولي؟ د هلمند پاخه سړکونه چا په ټراکټرونو اړولي؟ دا لويې لارې چا په ماينونو الوځولي؟ دا پاخه سړکونه چا په غارونو او کندو بدل کړي؟ په داسې سيمه کې چې يواځې طالبان پکې حاکميت ولري، پلونه، پلچکونه او پاخه سړکونه يې څوک ورانوي؟ دا تليفوني خدمات چا بند کړي؟ دا ډېره عجبه ده چې زه د طالبانو جنايتونه ليکم، ځکه ټول وطن ترې خبر دی. زه د دوئ کوم – کوم جنايت وليکم، کوم عمل يې رسوا کړم؟ اول ښوونځی په افغانستان کې مجاهدينو او تر دوئ را وروسته طالبانو سوځولی دی. په هلمند کې لومړی ښوونځی طالبانو وسوځاوه، او د ښوونځي دروازه وان يې شهيد کړ. ټول هلمند له دې پېښې خبر دی.
د سولې پر وړاندې خنډونه
په دې مورد کې طالبانو د سولې او رښتنې سولې په اړه بحث مطرح کړی دی. ستانګزي چې دا متن وايه ادعا يې وکړه چې ولس د امارت تر شا ولاړ دی، او ولس د اشغال خاتمه غواړي. له دې سره يې بله خبره د اسلامي نظام را پورته کړه چې د ده په وينا طالبان د دغسې يوه نظام لپاره خپلواکه جګړه کوي.
اول، خو سوله دوه رقمه نه ده. سوله يوه سوله ده. رښتنې او نارښتنې پکې نشته. که سوله وه طبعا رښتنې ده. له دې خبرې د طالبانو مطلب دا چې د سولې په اړه خپله طرحه رښتنې ورته ښکاري او پر هغې يې د رښتنې سولې نوم ايښی، او د حکومت لخوا د سولې برنامه دسيسه ګڼي او د دې برنامې طرحه رښتنې نه ګڼي. طالبان فقط د مثبت او منفي په اړه پوهېږي. يواځې د رد او تاييد فکر لري. يآ شی مني يا يې نه مني. مثلا: منځلاريتوب، فکر کول، په يوه مسئله ځان پوه کول د طالبانو په قاموس کې نشته. دوئ يواځې هغه عمل، هغه فکر او هغه نظر مني چې د دوئ وي، يا په دوئ پوري تړاو ولري. له هغه رادېخوا د بل هيچا نظر او طرحه نه مني. په همدې ترکيب کې دوئ بل چاته اجازه هم نه ورکوي چې ځانونه د اسلام استازي وګڼي، د اسلام د استازولۍ دعوه يواځې دوئ کړې. يواځې دوئ ته ځانونه د اسلامي مدافعين ښکاري.
دا ادعا چې ولس د امارت تر شا ولاړ دی، يوه عجبه له ريشخنده ډکه ده. سړی حيران شي چې دوئ کوم ولس يادوي، چې د امارت تر شا ولاړ دی. ما، خو په دې نيژدې دوه لسيزو کې هيڅ ځای ولس ونه ليد چې يا يې د طالبانو ملاتړ کړی وي، يا يې د دوئ په ملاتړ مظاهره کړې وي، يا يې لاريون کړی وي، او يا يې له دوئ ښه ورځ ليدلې وي. طالبان دې همدغه ولس وپوښتي قسم دې ورکړي چې ايا د امارت ملاتړ کوي؟ په ولابالله که يې ملاتړ وکړي، ځکه طالبانو پر دې ولس داسې خوارۍ اوتکليفونه تېر کړي چې د هېرېدو نه دي. تاسې وګورئ عباس ستانګزي د اردو د منحلېدو خبره وکړه، په ټول هېواد کې څه حال پيل شو. په هر ولايت کې په هره سيمه کې او په هره رسنۍ کې او حتی تر دې فېسبوکه پوري ټول ولس د اردو تر شا ودرېدو، لاريونه يې وکړل، د پوځ سرتېرو ته يې د ګلانو ګېدۍ ورکړې، د دوئ ملاتړ يې اعلان کړ، او د عباس ستانګزي له زهرو ډکې خبرې يې وغندلې. که طالبان د افغانستان ولس يادوي، هغه خو له پوځ سره دي. هغه د وحشي تروريستانو ملاتړ نه بلکې، د هغې اردو ملاتړ کوي چې د وطن د نجات نده لري. مګر هو يوه خبره شته. د ډېورنډ پر ها غاړه په ځينو مدرسو کې کله کله څو کسان راغونډ شي د امارت ملاتړ وکړي چې هغه هم د ای ايس ای او پاکستان له لوري پېچکاري شوي وي. دوئ شايد هغه ولس يادوي چې له امارت سره ورسره دی.
بله يې د اشغال موضوع ده چې طالبانو د سوء استفادې په توګه ډيالوک ته اچولې. طالبان د همکارۍ او اشغال مفاهيم يو د بل پر ضد کاروي. يو اشغال دی، بله همکاري ده. امريکا دلته د اشغال په ډول نه بلکې د همکارۍ په ډول راغلې ده. پر ۲۰۱۴ کال ټولې بهرنۍ قواوې ووتې، طالبانو ولې جګړه ونه دروله؟ ولې يې بيرته عام وژنه شروع کړه؟ امريکا يومخ ووته، څه اړتيا وه چې طالبان جنګېدل؟ همدا د طالبانو جګړه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور لپاره روانه ده. که طالبان غواړي بهرنيان ووځي، جګړه دې ودروي، هغوئ خپله وځي. که نه وتل بيادې وجنګېږي، بيا نو په رښتيا هم اشغال دی.
بله پکې د اسلامي نظام مسئله ور نغښتې وه چې دا پخپله پر ځان عريضه کول دي. طالبان له روسيې څخه په افغانستان کې اسلامي نظام جوړول غواړي، او دلته يې د مظلوم ملت پر ضد ټوپک اخيستی يوې ناروا جګړې ته يې لاس اچولی دی. سړی حيران شي چې دا اسلامي نظام يې بيا څه ډول وي؟ طالبان په نظر اسلامي نظام دا دی چې: ښوونځي پکې بند وي. کورنی او بهرنی سیاست دې د پنجاب تر لاس لاندې وي. نجونې دې له تعليمه بې برخې وي. پرمختګ و بيارغاونه دې پکې نه وي. خلک دې د جهالت تورو تيارو ته ناست وي. د بيان ازادي دې نه وي. د هېواد ځوانانو ته دې مدرسې او تعليمي مراکز نه وي. په مسجد کې دې ځانمرګي بريدونه کېږي. سړکونه دې خرابيږي. پلونه دې نړېږي. مخابراتي خدمتونه دې بند وي. کس په کس دې مزاحمت وي. اسانتياوې دي نه وي. او يو داسې افغانستان دې وي چې هيڅ ګټه او خير يې نه وي. طالبان دغسې يو حکومت ته اسلامي وايي، او دغسې يو نظام غواړي.
د هېواد اساسي قانون
عباس ستانګزي پرون د مسکو په غونډه کې په ډېرې بې شرمۍ سره د افغانستان پر اساسي قانون لفظي يرغل وکړ، او په ډېرو ناوړه ادبياتو يې سپکاوی ترې وکړ. ده وويل: دا اساسي له قانون له غرب څخه کاپي شوی دی. مهم نه دی، ناسم دی او د ده په وينا د اشغال تر سيوري لاندې جوړ شوی دی. بله يې دا هم ورسره زياته کړه چې امارت داسې اساسي قانون غواړي چې ملي ارزښتونو، بشري قوانينو، ملي نوامسو، ولس او خلکو ته ژمنيتا پکې درج شوې وي.
تاسې قضاوت وکړئ. د طالبانو دې خبرې ته خاندئ که ژاړئ. له يوې خوا، خو يې د افغانستان اساسي قانون ته سپکاوی وکړ، بل پلو يې وويل: دوئ داسې اساسي قانون غواړي چې بشري ارزښتونو ته پکې درناوی شوي وي. لکه طالبانو چې د بشري ارزښتونو پوهنتون خلاص کړی، او خلکو ته پکې درسونه وايي. بشري ارزښتونه چې څومره طالبانو بدنام کړي، او څومره زيان چې دوئ ورته رسولی، فکر کوم هيچا به نه وي رسولی. طالبان اصلا د بشريت پر ضد پارېدلي او د بشر پر ضد يې ټوپک اخيستی دی. په دې کې بل شرم دا و چې کرزی او څلوېښت غله يې ورته ناست ول عباس د اساسي قانون بې عزتي وکړه. هغه قانون د دغو سياسيون د واکدارۍ پر مهال جوړ او تصويب شو.
د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس وهنې برخه
ملا عباس ستانګزي د طالبان په استازولۍ د ده په ټکو يو څو نورو مهم موارد هم وړاندې کړل چې يو پکې دا و چې افغانستان به د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نکوي. له دې خبرې واضح هدف دا دی چې ګنې افغانان به د بلوڅانو او د د ډېورنډ پر غاړه پښتنو د ظلم په اړه خولې خاموشوي. د هغوئ د ظلمونو بيان به نکوي. له هغوئ سره به خواخوږي نکوي. هغوئ به خپل وروڼه نکوي. له هغوئ سره به خپل دردونه، نظرونه او سياسي افکار نه شريکوي، ځکه دا په اصطلاح د پاکستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه ده. دا د پنجاب تحفه ده چې طالبانو ته يې ور سپارلې او هغوئ هم په ډېرې بې شرمۍ سره له ملت سره شريکه کړه. طالبانو په دې خبرو سره وښوده چې دوئ د پنجاب له اجازې پرته حتی د سولې اجنډا هم نه شي جوړولی. که سوله وي، که جګړه وي، د پنجاب په ستراتيژۍ سره به جوړيږي، او بيا د امارت ټاپه پر لګول کېږي.
مخدره توکي او چاقاق
عباس ستانګزي د طالبانو په استازولۍ د مخدره توکو مسئله هم راپورته کړه، او ادعا يې وکړه چې په اصطلاح امارت يې صفر درجې ته د راکښته کېدو اراده لري. د هېواد په جنوب کې په تېره بيا په هلمند کې طالبانو د نشه يي توکو د چاقاق ستر تجارت پيل کړی دی. د دې تجارت موسيس يې تش په نوم والي ملامنان و چې د شتمنۍ حساب يې نه و. عباس دلته ادعا وکړه چې دوئ د نشه يي توکو د کرکيلې پر ورکېدو او کمېدو کار کوي او د ده په وينا امارت د دې کار خلاف دی، مګر تاسې ورشئ په جنوب کې له مځکوالو پوښتنه وکړئ طالبان جبراً کوکنار په کري بيا پر جريب ځانته ځانګړی قيمت لري هغه له کروندګرو غواړي. د کوکنارو زکاتونه ټولوي. د نورو قاچاقبرو د نشه يي توکو موټرونه لېږدوي. د طالبانو غټ قوماندانان يې اکثريت قاچاقبر دي. ټول يې دا کاروبار کوي.

ملکي تلفات

عباس ستانګزي بيا د امارت د څرګندې داعيې خلاف روانه جګړه تپل شوې ياده کړه او وې ويل چې د ملکي تلفاتو کچه مخ پر زياتېدو ده. ده ادعا وکړه چې امارت او مشر ملا هبته الله يې د ملکي تلفاتو په اړه يو جلا کمېسيون جوړ کړی چې پر طالبانو ګرځي او د ملکي مرګژوبلې د مخنيوي هڅې کوي. بله خندونکې ادعا يې دا وه چې طالبان په هغو ځايونو کې خپل عمليات وقف کوي چې ملکي کسان پکې استوګن وي. د ملکي تلفاتو د مخنيوي په دې پارګراف کې يې بله د ټولګټو بنسټونه موضوع را پورته کړه چې ده ويل: امارت ملي بنسټونو ته ژمنتيا لري. د هېواد د ټولو ملي تاسيساتو ساتنه کوي. زه يې کټ مټ هماغه متن دلته در ايږدم هغه داسې دی:
“دا هم باید ووایو چې اسلامي امارت د عام المنفعة تاسیساتو جوړول او ساتل د خپل هیواد او هیوادوالو د هوسا ژوند لپاره یو مبرم ضرورت بولي. پلونه، تونلونه، د اوبو بندونه، بریښنا کوټونه، د بریښنا د انتقال مراکز، د کانونو د استخراج او د نفتو د تصفیې مراکز، او سامان الات یې، تعلیمي ادارې، مدرسې، مساجد، ښوونځي، پوهنتونونه، صحي مراکز، کلینیکونه، روغتونونه، او داسې نور عام المنفعة ځایونه اسلامي امارت بیت المال او د ولس مشترک مال ګڼي او ساتنه یې خپله وجیبه بولي. موږ دیني او عصري زده کړې د ټولو افغانانو او افغاني ټولنې د کامیابی لپاره اړینې بولو.”
اوس نو راشئ ګز پر کښېږدئ. د دې بې بنسټه او خندونکو ادعاوو په وړاندې کولو سره يې له امارته د سپينې کوترې جوړېدو هڅه کړې، خو واقيعت نه پټېږي. تاسې وګورئ د هېواد لويې لارې پلونه، پلچکونه، ښوونځي، روغتونونه، د برېښنا ستنې مخابراتي، ستنې او ټول عام المنفعه تاسيسات چا وران کړل، څوک يې ورانوي؟ طالبانو نه يواځې چې د افغان سرتېرو پر وړاندې جګړه پيل کړې، بلکې د افغانستان د بربادۍ جګړه يې پيل کړې. د جګړې هر ډز يې د وطن پر ملي ارزښتونو دی. پر ملي بنسټونو دی. غزنی د طالبانو د جګړې تر ټولو وروستی او ستره بېلګه ده. کله چې طالبان غزني ته ور شېوه شول، هلته يې څه وکړل؟ دوئ ته لکه چې د غزني د ښار سوځول، او د عامه تاسيساتو ورانول، هيڅ په هيڅ ښکاري.
طالبانو په فراه، روزګان، هلمند او ځينې نورو ولايتونو کې مخابراتي شبکې بندې کړيدي. په هغو سيمو کې چې د دوئ تر واک لاندې وي، د سلام پر دولتي سيم کارتونو بنديز لګېدلی. که له چا سره يې وليد، سيم په خوري. يو وخت يې په دغو سيمو کې تذکرې په خوړلې. په هلمند کې او روزګان کې يې څو کيلومټره پوخ سړک په ټراکټوروانو اړولی دی. سلکونه پلونه او پلچکونه يې وران کړي. په مسجد کې يې ماينونه پټ کړي. پر جومات يې ځانمرګي بريدونه کړي. هره ورځ په منځنۍ کچه د دوئ چاودنې او ځانمرګي بريدونه 10 هېوادوالو ته مرګژوبله اړوي.
طالبان چې کومه سيمه ونيسي، هلته ټول ملي تاسيسات چې بيت المال ګڼل کېږي په ماينونو والوځوي. پلونه او لارې يې ورانې کړي. پر خلکو بنديزونه ولګوي. داسې لکه يوه توره سېلۍ چې پر سيمه خپره شي. طالب توره تبه شي، پر هېوادوالو ور پرېوځي، له هغوئ څخه هر ډول اسانتيا او سهولت واخلي.
عباس ستانګزي همدارنګه بشري مرستو ته يادونه وکړه چې د ده وينا هېوادوال اړتيا ورته لري. سړی حيران شي چې طالبان دا خپل جنايتونه نه ويني، که خدای دغسې شرمولي چې کوي يو څه او بيانوي بل څه. دوئ ته خوب وړی يم چې کومې بشري مرستې يادوي؟ ستاسې په ياد دي کله چې به نړۍ والو مرستندويه سازمانو له هېوادوالو سره د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرستې کولې، همداې طالبانو ګواښل، تهديدول يې او اجازه يې نه ورکول چې مرستې ترلاسه کړي. حتی په هلمند کې يې ډېری بزګر وژلي دي. ژوبل کړي يې دي. وهلي يې دي. دوئ ويل: دا مرستې کافران در کوي تاسې يې بايد وانخلئ. نو هلکه ستا فابريکه چېري ده چې خوارکونه پکې جوړ شي، او بيا يې افغانان ترلاسه کړي؟ او دا نن چې ته په روسيه کې ناست يې دا د چا په قيمت او مصرف ورغلی يې؟ د دې کافرانو سره ناسته څنګه ده؟
بل دا چې طالبان مرستندويه موسيسې ګواښي. د مرستو رسولو اجازه نه ورکوي. البته په دې اوس اوس کې يې په دې شرط مخنيوی نکوي چې طالبانو ته به خپله برخه ورکوي، او سم نيمايي به يې ورسره وېشي. دا هم په ټول هېواد کې نه بلکې، شايد په څو ولايتونو کې دغه کار کېږي.
ستانګزي د دې بحث په جريان کې د ښځو د حقوقو يادونه هم وکړه چې د نورو په ډول يې په دې کې هم خندونکې ادعا وکړه. ويل: موږ د ښځو حقوقو ، تعليم، کار او نورو ټولنيزو اړتياوو ته درناوی لرو. ايا ستاسې په ياد دي په ټول امارت کې کومو ښځو چېرته کار کاوه؟ چېرته د ښځو پوهنتون و؟ چېرته د ښځو ښوونځی و؟ چېرته ښځو تجارت کاوه؟ چېرته يې کار کاوه؟ طالبانو ښځې په لښتو وهلې ډبولې. که به ښار ته ښځې راوتلې وې، طالبانو په وهلو ډبولو بې عزته کولې. ښکنځل يې ورته کول. ګواښلې يې. هيڅ ښځې ته يې اجازه نه ورکوله چې حتی په چادرۍ کې په ډېر حجاب سره د کور لپاره سودا واخلي او دباندې راووځي. داسې يوه ښځه چې د کور د سودا لپاره به يې څوک نه درلود، او بهر به راوتلې وه، سودا به يې کوله، دوئ به وهلې ډبولې.
دوئ د روغتيايي خدمتونو په اړه هم دغسې بې مسئوليته او هوايي خبرې وکړې. ستانګزی داسې ږغېدی تا به ويل چې ولس ړوند او کوڼ دی، هيڅ نه ويني او هيڅ نه پوهېږي. د دوئ دا خبرې او عمل مځکه او اسمان توپير کوي. طالبان يوار دې ټولو مواردو ته ژمنتيا څرګندوي او بيا يې بل اړخ ته داسې جګړه روانه کړې چې د دوئ ټولو اسانتياوو پر وړاندې خنډ ګرځي او په هيڅ وجه ولس له دې اسانتياوو نه شي برخمن کېدلی.
د شرم بله خبره پکې دا ده چې د مسکو غونډې ته طالبان او هغه کسان ور بلل شوي ول، چې کلونه – کلونه يې يو د بل پر ضد جګړه وکړه، او په زرګونه ځوانان يې خاورې کړل. طالبان د حکومت په استازيتوب له ولسمشر غني سره خبرې مهمې نه ګڼې، مګر له دې سياسيونو سره په روسيه کې مذاکرات کوي او فکر کوي چې د دوئ په وسيله قدرت ته ورسيږي. د خبرو کولو دغه لاره سمه نه ده. که طالبان واک غواړي، که يې نه غواړي، خو د خبرو د کولو ادرس مالوم دی چې حکومت دی. له حکومت پرته د طالبانو خبرې چې له هر چا سره کېږي ګټه او نتيجه نلري.

Share this page to Telegram

Comments