مسکو ته سیاسیون په سیالۍ تللي / بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

په مسکو کې سیاسي ټیکداران راټول شوي تر څو پدې فکر وکړي چې څنګه یو ځل بیا نظام او دولت له مینځه یوسي. یو زیات شمیر هغه خلک هم ورغلي چې له روس سره یې یو وخت جګړه کوله.
نو هغه وخت مو چې روس له دولت سره ولاړ وو تاسې ولې د امریکا په ملاتړ له روس سره جګړه کوله؟ نن چې امریکا له دولت سره ولاړه ده او روس له یاغیانو سره ولاړ دی تاسې د روس ملاتړ کوئ. تاسې په حقیقت کې په افغانستان کې یو جوړ دولت نه غواړئ. نه پوهیږم ولې تاسې بیغیرتان تل له پردیو کټو د خپل نظام او دولت د ورانولو خوبونه وینئ؟
مسکو له امریکا نه د امتیازاتو اخیستو او امریکا ته د سرخوږي جوړولو لپاره دا غونډه جوړه کړې. یعنې بیا غواړي له امریکا سره په افغانستان کې د احمقو افغانانو په وینو سیالي وکړي. د ځینو خاینانو له لاسه به مونږ یو ځل بیا د دواړو غویانو په جګړه کې تباه شو.
آیا مسکوخیلو دا غونډه په کابل کې نشوای جوړولای؟ ولې دا خرڅ شوي هر ځل یا روس، یا عربو یا پاکستان ته منډې وهي؟ بین الافغاني غونډه باید په کابل کې وي. کله چې ته غونډې په مسکو کې کوې هغه بیا بین الافغاني نشي کیدای. پدغو غونډو کې بیا روس هم یو طرف دی.
د قدرت وږي کرزي ته ووایئ چې که هیواد په ګټه څه نشې کولای نو په تاوان یې هم څه مه کوه. کرار دې په کور کینه او نور دې ځان مه سپکوه. د ډالرو په باران کې دې دیارلس کاله قدرت درلود ملت ته دې کومه ګټه ورسیده؟ خو چینجیان دې ماران کړل. په لکونو جریبه ځمکه دې تر پوزې لاندې غصب شوه. رشوت، واسطه او خیانت دې عام کړل. لنډه دا چې د افغانستان یو طلايي چانس دې ضایع کړ. نور څه غواړې؟ آیا همدومره خیانت دې بس نه دی؟
د مسکو په غونډه کې به همدا ټیکداران طالبان سره غاړه وړي چې واک انحصاردی او حکومتنه غواړي چې سوله وکړي په دې سره به طالبانو ته یو ځل بیا ځان او جګړه مشرروع ښکاره شي، هغه جګړه چې اوس ترې تر ډیره مشروعیت تللی دی.
په سعودي، اندونیزیا او کابل کې د علماوو غونډې طالبان وارخطا کړل، ځکه په دې غونډو کې تر ډيره په دې تمرکز و چې د طالبانو اعمال د اسلام له نظره ښه دي که بد؟ د متفق علماوو پریکړه همدا و چې جګړه نامشروع ده او هغوی چې په دې لار کې مسلمان وژني جهنمي دی.

Share this page to Telegram

Comments