مسکو به د نوامبر په ۹مه د افغان سولې کوربه وي

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: د روسیې د بهرنیو چارو وزرات وایي مسکو به د روانې نوامبر میاشتې په نهمه د افغان سولې خبرو کوربه توب وکړي.
د روسي چارواکو په خبره په یاده غونډه کې به د افغان چارواکو سربېره طالب استازي هم ګډون ولري. د سرچینې په وینا ولسمشر غني، پرېکړه کړې چې یادې غونډې ته به د سولې شورا یو پلاوی ور ولېږي. سرچینه وړاندې کاږي چې په دې ناسته کې د ګډون په موخه، امریکا، پاکستان، هند، قزاقستان، قرغیزستان، چین، تاجکستان او ازبکستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
څه موده وړاندې په دې تړاو خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي وو، چې یاده غونډه به د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو او ځانګړو استازو په ګډون تر سره شي.
طالبانو روسي رسنیو ته منلې وه، چې د دوی یو پلاوی به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي. که څه هم د هېواد د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې ویلي و، چې دوی د یادې غونډې د نېټې او د ګډونوالو د شمېر په اړه له روسي چارواکو سره په تماس کې دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments