مسلمیار: عطا محمد نور دې قانون ته غاړه کیږدي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په مشرانو جرګې کې د خلکو استازو او در جرګي رئیس په ډاګه کړه چې د بلخ والي دې له زور زیاتي پرته د قانون په اساس له حکومت سره ستونزه حله کړي.
د جرګي غړو په وینا، حکومت کې دخیل اړخونه دې قانون ته درناوې وکړي او د رامخته شویو ستونزو حل په موخه دې قانون ته مراجعه وکړي.
دمشرانو جرګي رئیس فضل هادي مسلمیار وویل، اوس ددې وخت دی چې عطا محمد نور قانون ته غاړه کېږدي او زور زیاتي لاس واخلي.
مشرانو جرګې دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې د بلخ والي د شبې په ورځ ولایت مقام ته تللی و او په غیر قانوني توګه یې د ولایت اونیزه غونډه پر مخ وړله.
ویل کیږي د بلخ والي یوه میاشت وړاندې حکومت ته بعضې شرایطو پر مبنا استعفا وړاندې کړې وو چې د بلخ والي په وینا استعفا نه وړاندې شرایط نه دي مراعت شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply