مسعود اندرابي: طالبان د نشه یي توکو اصلي قاچاقبران دي

comments 0

38 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایې چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د نشه يي موادو په کرکیله، قاچاق او خرڅلاو کې رغنده ونډه لري.
ښاغلي اندرابي دغه څرګندونې افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې د اونۍ د پیل په تړاو کړي دي.
هغه د کورنیو چارو وزارت یو کلن راپور وړاندې کړی، چې پکې ویل شوي پولیسو تېر کال د نشه يي موادو ۲۳ لوی قاچاقبران نیولي دي، چې په وینا یې یا خو طالبان دي او طالب ډلې د مادي امتیاز په اخیستو ور سره په قاچاق او خرڅلاو کې مرسته کړې ده.
ښاغلي اندرابي وویل چې د ۲۰۰۹ کال څخه بیا تر ۲۰۱۹ کال پورې ۳۰۹۰۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او کښت کولو په تور نیول شوي دي. چې په وینا یې په یاد کسانو کې هم طالبان شامل دي.
مسعود اندرابي وايي چې یاد وزارت د نشه يي موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي دي.
هغه وايي چې افغانستان لا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې شااوخوا درې میلیونه کسان یې په نشه يي توکو روږدي شوي دي.
هغه په دومره لوی شمیر کې په نشه يي توکو د افغانانو اخته کېدل د دغه هیواد لپاره یوه لویه فاجعه بللې ده.
پرون د جون ۲۷مه په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اونۍ پیل شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments