مسعود اندرابي: د امنیتي تړون په اساس چا ته وسلې ندي ورکړل شوي

comments 0

21 Views

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په ځانګړې مرکه له رسنیو ته وویل، چې د امنیتي تړون له جرمونو سره د مبارزې لپاره په کابل او نورو ښارونو کې د پولیسو او خلکو ترمنځ یو اخلاقي تفاهم دی، نه د وسلو وېش.
اندرابي زیاته کړه: “په دې کې هېڅ داسې پلان چې چا ته سلاح ورکړو، مهمات ورکړو یا ملېشې جوړې کړو، شامل نه دی، زه او موږ ټول له دې سره مخالف یوو.”
ده زیاته کړه، چې د امنیتي تړون بل هدف د کابل ښار د ترافیکي نظم له ښه کېدو سره مرسته ده.
تر دې وړاندې داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګنې حکومت غواړي چې د امنیتي تړون د پروګرام د پیلولو له لارې ښاریان په وسلو سمبال کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments