مزرا شریف ښار کې ماین چاودنې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

75 Views

هندوکش ـ بلخ: د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، چې دغه چاودنه په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه چې د مزارشریف د لومړنۍ حوزې په اړوند سیمه سینا لوبغالي ته څېرمه رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي، چې دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو یو موټر له سیمې تېرېده.
خو د بوعلي سینا بلخي حوزوی روغتون چارواکي ووايي، چې د یوې ۲۵ کلنې مېرمنې مړی او همدارنګه پنځه تنه ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بوعلي سینا بلخي روغتون مسوول غوث الدین انوري وايي، چې د درې ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او په دغې پېښه کې د یوه ماشوم لاس پرې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو سره په دوحه کې د سولې خبرو د پیل سره هممهاله طالبانو په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راغلی، خو طالبانو له امریکا هوکړه کړې چې په بریدونو کې به کموالی راولي خو طالبانو د امریکا سره ترهوکړې وروسته تر ننه د افغانانو سره د خبرو پیل سره کموالی کې کوم بدلون ندي راوستی او له نور يې هم بریدونه کې زیاتوالی راغلي دی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments