مزار شریف کې ۲۰ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: له بلخ څخه راپورونه وایي چې مزارشریف کې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ له څلورم پوړ څخه ځان اچولی او مړه شوې ده.
د بلخ پولیس وایي، نن سهار یوې نجلۍ د مزارشریف ښار لومړۍ حوزې اړوند د یوې ودانۍ له څلورم پوړ څخه ځان کښته اچولی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وایي چې یاده نجلۍ لومړی ټپي وه خو روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې.
د هغه په وینا تر اوسه د یادې پیښې انګیزه نه ده مالومه.
په یاده ودانۍ کې د انګلیسي ژبې د زده کړې روزنیز کورسونه دي او تر اوسه دا هم مالومه نه ده چې دغه نجلۍ د کورس زده کونکې وه او که نه.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *