مرکچي پلاوي : ژر به په یوې کړنلارې هوکړه وشي

comments 0

8 Views

هندوکش ـ قطر: د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري وایي، چې د دواړو خواوو تماس ډلو پرون مازدیګر ګډه کاري جلسه درلوده.
نادري د دې جلسې په اړه ویلي” دغه جلسه چې څو ساعته یې دوام وکړ، د افغانستان د سولې مذاکراتو پر کاري کړنلاره بحث وشو چې په پایله کې یې د اختلافي مسایلو د حل په برخه کې پرمختګ وشو”.
طالبانو او افغان پلاوي دواړو په مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره هیله مندي ښودلې او د خبرو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
نادري تازه، په خپلو څرګندونو کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کاري کړنلاره به‌ ډېر ژر د دواړو خواو لخوا نهايي شي.
د دې تر څنګ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم وایي، چې دواړو لورو یو ځل بیا د غونډو پر تخنیکي مسایلو خبرې کړې دي او تمه ده چې پرمختګونه وشي.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments