مرحوم صدیق پسرلی مو څنګه پیژندلی؟

comments 0

1 Views

هسې هم ښایسته ډیر کلونه وشول چې زموږ له کلي، کور او وطن نه طبعي پسرلي کډه کړې او دا کلی کور، دا وطن او دا خلک یې د خزان زیړو منګلو ته او د حرفوي قاتلینو سرو منګولو ته سپارلی دی؛ مګر زموږ خپل پسرلی، زموږ د کلي کور او د ښو بدو یار پسرلی، زموږ د کتاب، فرهنګ او غزل پسرلی او په هر ډول ناخوالو کې ولا ړ پسرلی؛ دا یو کال وشو چې فزیکي نشت یې موږ زوروي، خو له معنوي پلوه زموږ هر یوه په زړه کې لکه همیشه بهار بوټی تک شین ولاړ دی. یو کال مخکې مو اوښکې تویولې چې پسرلي سترګې پټې کړې او اوس دا دی څوک قلم او څوک ګوتې ښوروو او یاد یې تازه کوو.
بیا هم زړه ته ډاډ ورکوو چې پسرلي د خپل پسرلي ژوند په اوږدو کې ښه بڼوالي وکړه، ښه بزغلي یې وکرل او په ځان پسې یې داسې شین فصل او شنه کرونده پریښوده چې له وږم او شنیلي نه یې، له میوې او نیالګي نه یې ټول خلک بهره مند دي. ولې ټول وطن ، ټول افغانستان شین نه شي ، ولې د ټول نوي نسل د ذهن کروندې شنې نه شي، چې صدیق پسرلي په خورا صداقت او متانت سره د خپلې بڼوالۍ په موده کې د نورو پسرلیو بزغلي شیندلي او هغه بزغلي د ده په غمخوارۍ او مهربانۍ سره داسې شنه را ټوکیدلي چې هر بوټی یې جلا پسرلی دی. ما د همدې عیني واقعیت له مخې د ده په مړینې باندې خپلې لیکنې ته «شین پسرلی» سر لیک و ټاکه.(۱)
د صدیق پسرلي بڼ او د بڼوال پسرلي بزغلی به تل تر تله شین پسرلی وي او له وږم او ثمر نه به یې ټول خلک ګټه پورته کوي. د استاد صدیق پسرلي بڼ دیوال نه لري، میوه او ثمر یې د ټول کلي او د ټولو کلیوالو ده. د همدې دلیل له مخې ویلای شم چې:
صدیق پسرلی د ټول افغانستان او بشریت ګډه فرهنګي شتمني ده، هغه فرهنګي شتمني چې تر اوسه پورې هغسې چې ښايي نه ده مطالعه شوې او پوره نه ده پیژندل شوې.
د ده له وروستۍ مخې ښې نه څه موده پس ما ځان سره په خپل ذهن کې یوه نقشه رسم کړه او ځان سره مې و ویل: سره له دې چې پخوا د استاد پسرلي په ژوندون، د ده د شخصیت او شاعرۍ په باب د «سیاستوالو،لیکوالو او شاعرانو» نظریات د «غزلبڼ شاعر» تر نامه لاندې نظریات د ښاغلي آدم خان سیرت له خوا را ټول او چاپ شوي دي؛ خو بیا مې هم په زړه کې وګرځیدل چې که داسې وشي چې د استاد د مرګ په خاطر د ده د کورنۍ، لارویانو، خواخوږو او … له خوا د لیکل شوو او چاپ شوو مقالو، پیامونو او مرثیو یوه ټولګه برابره شي او د ده د لومړي تلین د درناوي په مناسبت خپره شي، نو له یوې خوا به د استاد قدر شوی وي او له بلې خوا به مو د پسرلي پیژندنې لومړنی ګام اوچت کړی وي. ( بویه چې دا کار به شوي وي)
څنګه چې «صدیق پسرلی په پښتو معاصره شاعرۍ کې، له استاد حمزه شینواري نه وروسته د پښتو غزل بر حقه استاد دی» له دې اړخه او له څو نورو اړخونو نه هم پښتو ادب او ژورنالیزم د ده د شخصیت او هلو ځلو پوروړی او منندوی دی. دلته به د ده د لومړي تلین د درناوي په مناسبت د ځینو فرهنګیانو هغه خپاره شوي نظریات او خاطرات را واخلم چې زما له نظره تیري شوي دي:
ایمل پسرلی یې وروستی دیدن او نه شتون داسې یادوي:«
۲۰۱۴ کال:
په لومړنۍ ورځ یې له پراګه لندن او له لندنه دوبۍ او بیا کابل ته لاړم.ستړي، وېرېدلي او له نه مننونکي حالت سره مخامخ شوی پلار مې په روغتون کې بستر و، لیدو ته یې ورغلم. زهیر شوی و، خو د سترګو ځلا ، د زړه ډاډ او د پستو رغویو مینه یې پر ځای وه. ښکل یې کړم. د وطن پوښتنې یې وکړې، لمسیان یې یاد کړل او بیا یې یوه سترګه خوب وکړ. د جنوري په ۱۲ مه له کابله دوبۍ ته لاړم، د لندن په لور خوځېدم چې د پلار له مړینې خبر شوم. د دوبۍ له شوره ډک هوايي ډګر راته غلی شو.
لندن ته راغلم ماسپښين و، مازیګر بیرته د کابل په لور رهي شوم.
جلا کېدو یې په یوه خبره وپوهولم، د ډېرو راته نژدې سټو په قوت په ژوند یا نه پوهیږو او یا یې نه شو درکولای.
ټول ژمی وځورېدم خو بیا پسرلى شو د مینې موسم …
… اوس چې دا کال ختمیږي نه پوهېږم څرنګه به یې هېروم، ویې غورځولم، پورته یې کړم. روح دې ښاده، د مینې پوروړی.» (۲)
استاد سعدالدین شپون ښايي د پسرلي صاحب په باب ډیرې کیسې او خاطرې ولري، خو په دې نږدې ورځو کې یې خپله یو جالبه خاطره په هنري بڼه داسې انځور کړې ده:
«… له هغې پس پسرلی زما پیر شو. پخوایوازې شاعر، اوس مې مشر. بیګا شپه مې هم د ده په غزلو غاښ تود کړ. د پسرلي زامن ما ته داسې دي لکه کشران وروڼه. که لا هم خپل پلارمړ بولي، ویر پې کوي ، نو ورته وایم ویر نه، بلکه ویاړ وکړئ. هغه مړ نه دی، د هندو کش په تړ و کې کیند ل شوې مجسمه ده.»(۳)
استاد حبیب الله رفیع د پسرلي صاحب په ژوندینې د هغه د «غزل بڼ» د چاپیدو په ویاړ د پسرلي د افکارو او شعرونو په باب داسې ویلي وو:
«د پسرلي صاحب غزل د انځورونو رنګیني، د ادا سنګیني او د فن مهین په ښکلي تناسب کې له ځانه سره لري چې د روانو دریو لسیزوغمیزې غمګیني هم پرې ور زیاته شوې خو ور سره د بري ډاډمن هم او دې ټولو د ده غزل ته فني قدرت او فکري وسعت وربښلی او د غزل په نازکه غیږه کې یې د درندو پېښو انعکاس لکه په عطرو اوعسلو کې د ګلونو د بوی او خوند غوندې نغښتی دی …»(۴)
یو وار ډوکتور لطیف بهاند په خپل فیسبوک کې پاڼه د پسرلي صاحب یاد داسې وکړ:
«امید که راولي چې په تیارو کې نه شي تور …
د خدا بښلي استاد محمد صدیق پسرلي، دا غزل له کلو کلو را هیسې په وار وار لولم او بیا یې لولم، نن سبا ډیر ښه لږي. هغو ته چې د بري ناوې له تیارو را تیروي:
آشنــا راځــــه فرصـت درســره پــلـی راولـــــه
ســپرلی د نیکمــرغــۍ، تــر لاس نیــولی راوله
څادر ور باندې خپور کړه له مینا سره کــړه پام
شیــخان ګــرځي، محفـل تــه ساقي غلی راولــه
چې تل تر و تازه وي، په شبنم یې څــه سپارې؟
د هیـلو ګــل د زړه پــــه ویــنــو وللــی راولـــه
د خدای پر دې مخلوق چې یې، رڼا نه لوریـده
په ټیټ سر یې، لکه سیوری شرمیدلـی راولــه
د نــویــو خوشالیــو وړ کــه نه یو، نو خاونـده
پــه تــیرو بهــارونــو کــې یــو ښــکلی راولـه
امیــد که راولې چې پــه تیارو کې نه شي تـور
د لــمـر په سمنــدر یـــې، لــمبــولـــی راولـــه
یـــا مـــا در سره بــوزه، شــنو لمنو ته سپرلیه
یـا بــوی د شنــو شــوتــلــو، نـښتیځـلی راوله»(۵)
کلونه پخوا مو د مهاجرت په یوه ستړي چاپیریال کې د خپل کلتور د ساتلو تقلید کاوه. څو تنه فرهنګیان مو دنوي کال د تجلیل په پلمه راټول کړي وو. لکه تل مو محفل دوې برخې درلودې:
ــ مشاعره، چې هر چا هر څه تیار په حافظه یا کاغذ کې درلودل، اورول یې.
ــ موسیقي چې استاد یار محمد علیزي محفل په خپلو ښکلي غږ سره رنګین کړی و.
د محفل مشري ډوکتور لطیف بهاند کوله.څنګ ته یې ناست ګران دوست زرین انځور باندې یې نا څاپي غږ وکړ او دڅه ویلو هیله یې ورنه وکړه. زرین انځور و ویل چې زه به د پسرلي د رارسیدو په خاطر د استاد صدیق پسرلي داسې یو غزل تاسو ته واوروم چې د پسرلي په قلم د پسرلي په باب انشا شوی دی او د خپلو خبرو په لړ کې یې د نورو خبرو تر څنګ، د استاد صدیق پسرلي په باب داسې وویل:
«… صدیق پسرلی په پښتو معاصره شاعرۍ کې، له استاد حمزه شینواري نه وروسته د پښتو غزل بر حقه استاد دی.»
د افغانستان د موسیقۍ مطرح څیرې، فرهاد دریا اوس په خپلو هنري او ټولنیزو هلو ځلو ثابته کړې چې دی په رښتیا سره دریا دی. زه د استاد صدیق پسرلي تر مرګ پورې هم په دې نه پوهیدم چې د فرهاد دریا شناخت له ډیرو خلکو نه د استاد صدیق پسرلي په باب پراخ، ډیر او معتبر دی. زه وروسته له ډیر وخت نه په دې راز پوه شوم چې فرهاد دریا د پوهې خزانه له کومه کړه او د غني مطالعې فرهنک یې څنګه لومړی له خپل کورني محیط نه پیل شو او وروسته یې بیا په ښاري او پوهنتوني چاپیریال کې پسې و غځاوه او تر نن پورې یې تعقیبوي. د استاد صدیق پسرلي د مړینې په خاطر فرهاد دریا په خپله فیسبوک پاڼه کې د استاد دوه عکسونه او یو له مینې او درد نه ډک مطلب خپور کړ. د دې مطلب په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
« … استاد براى من پديده ى فراتر از يك شاعر و نويسنده بود … وقتى كودك بودم، پدرم دو دوستِ نزديك تر از پيراهن و دو همنفس داشت. يكى آهنگساز گمنامى بود كه هميشه از ولايت بغلان به ديدن و خلوت كردن نزدش مى آمد و ديگر استاد پسرلى كه خواهرزاده ى او نيز مى شد و همديگر را سخت عزيز مى داشتند.
…فرهنگى كه با رفاقت استاد و پدرم، حريم خانه ى ما را با كتاب و شعر و ادبيات و لطيفه ها و دقيقه هاى ناب طهارت مى داد، براى هميشه زير پوست خاطره ها در من و در هواخانه ى شيرين ترين ثانيه هاى كودكى و نوجوانى هاى من ته نشين شد …»(۶)
ومان نیازی د استاد پسرلي د یاد ژوندي ساتلو په برخه کې داسې نظر لري:
«د پسرلي استاد روح دې ښاد وي، د غضنفرصاحب یې کور ودان، د استاد کوټه او په استاد پورې مربوط ټول شیان یې ساتلي دي
تیر کال ژمی، زاړه ډهلي چاندني چوک کې وم، د میرزا اسدالله خان غالب کور په همدې چوک کې و، ورغلم، ټول لوښي، جامې او نوره اثاثیه یې په جلا جلا ویترینونو کې نندارې ته ایښې وو، په دې هیله چې په استاد پورې مربوط شیان هم همداسې خوندي شي، چې د مینه والو یې په هره جلوه تنده ماته وي»(۷)
د استاد صدیق پسرلي د کور یوه ښځينه غړې، د استاد یوه دانشمنده نږور، د پسرلي څیره د خپلو خاطراتو په ترڅ کې د تورو په جامه کې داسې انځوروي:
«…له آغا بابا سره مې په اول وار په تیلې فون خبرې وکړې. تر هغه وخته مې حتی د دوی عکس نه و لیدلی. مهربانه او داسې څوک را تر غوږ شو لکه له ډيره وخته چې یې پيژنم.
… په تقریبا درې کلونو کې مې پر تیلې فون له آغا بابا سره دومره خبرې کړې وې چې نا لیدلی مې هم داسې احساس کاوه چې ډير مې لیدلی دی.
… مخامخ مې دغه اول وار و چې لیدی، آغا بابا مې په کور کې ولید. داسې یې راسره ولیدل لکه د کلونو کلونو شناخته چې سره ویني. هیڅ احساس مې ونه کړ چې یو څوک په اول وار وینم.
… ما فکر کاوه چې زه د شعر او ادبیاتو سره دلچسپي نه لرم نو آغا بابا به راسره د خبرو موضوع نه لري. خو اغا بابا سره چې به مې په کومه موضوع خبرې شروع کړې داسې به یې (خبرې)کولې لکه همځولې چې یې یم، پوره احترام او مساوي حق مې احساساوه. په کور کې یې له ټولو سره ټوکې کولې، څوک یې تر ځان کښته نه بلل.
… له شپنې او برمل سره یې سم مجلس کاوه. له کوچینیانو سره یې ډيره مینه کوله. وروسته پوه شوم چې که به کوچنیان خپل و که پردي پر اغا بابا ښه لګیدل او مینه به یې ورسره داسې کوله لکه د زړه ټوټه چې یې وي.
… د نصحیت کولو عادت یې نه درلود خو چې کله به مې په کومه موضوع وغوښتل چې مشوره راکړي داسې به یې راته وویل لکه د پوهنتون استاد چې به د یوې موضوع دوه اړخونه مخ ته راته کیښودل او فیصله به یې موږ شاګردانو ته پرېښوده چې کومه برخه انتخاب کړو.
… څو میاشتې وړاندې چې مې په وروستي وار د دیدن نصیب سره وشو پوښتنه مې ځینې وکړه چې شپنه او برمل څرنګه تربیه کړم؟ جواب یې حیرانه کړم:
«زموږ خلک وايي اولاد د پلار نیکه غوندې وروزه، خو دې ته یې پام نه وي چې د پلار نیکه زمانه او اوسنۍ زمانه سره جلا ده. کوچینیان له خپل عصر سره سم روزل غواړي. خپله ژبه یې باید زده وي او تعلیم ته یې توجه پکار ده»
… په وروستیو وختونو کې مې د اغا بابا شعر ولوست. فکر کوم چې د شعر په حصه کې یې هم زما نظر بدل کړ. په ځینو شعرونو کې یې فکر او شخصیت وینم. شعر یې یو سایکلوژیکه ارامتیا راکوي او پر ژوند مې ژور فکر ته مجبوره کوي.»(۸)
د دې بحث په پای کې باید و وایم چې:
دغسې چې«لام» په «بلورستان» کې د «ایلینو» څیره په تیږو کې وتراشله او غفور لیوال په هنرمندانه ډول، په سحر ګرو تورو سره د لا م او ایلینو څیره او کیسه تلپاتې کړه؛ همداسې استاد صدیق پسرلي لا وړاندې له ابدي مخه ښې نه د خپلو شعرونو، آثارو او تر سره کړو فرهنګي کارونو له لارې خپله مجسمه د خلکو، لوستونکو او مینه والو په ذهنونو کې تراشلې او ابدي کړې ده.
د صدیق پسرلي د علمي شخصیت په باب او د هغه د شاعرۍ او فن په باب ښايي ډیرو فرهنګیانو خپل نظریات خپاره کړي وي، چې ما د یوې مقالې د حوصلې په چوکاټ کې د ځینو هغو ښاغلو نظریات را واخستل چې زما له نظره تیر شوي او زما په آرشیف کې نقد را ته ایښي دي.
همدا اوس هم زه دا هیله لرم چې کاش ما د خپل وطن په راتلونکي پسرلي کې د کندوز له لاله ډکو سرو دښتو کې یوه مشاعره جوړه کړې وای او د پښتو ادب دا ستره سټه (استاد صدیق پسرلی) را سره وای او …
څه وکړو د خدای رضا به همداسې وي.
ستا په رضا زما رضا ده ربه …

Share this page to Telegram

Comments