مراد علي د کابل ګارنیزون مشر شو

comments 0

14 Views

هندوکش – کابل: جنرال مراد علي مراد چې مخکې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال و، د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندان او د کابل امنیتي چارو کې د دفاع وزارت مرستیال وټاکل شو.
مراد د ګارنیزیون په پخوانیو قوماندانانو تور پورې کړ چې د ناسم مدیریت له امله یې خلک له ګارنیزون کرکه کوي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د کابل امنیت ته به جدي پام کوي او د باور فضا به رامنځته کوي.
مرادعلي مراد له طالبانو سره اوربند ښه وګاڼه، خو نیوکه یې دا وه چې هغه هم ښه مدیریت نه شو او په وینا یې د حکومت په زیان تمام شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments