مخابراتو او اوبو او برښنا وزارتونو ته نوماندان معرفي شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي له دندې لیرې شوی او پر ځای یې د یک ټلویزیون موسس فهیم هاشمي معرفي شوی دی.
اریوبي چې له هېواده بهر په یو سفر دی، د هاشمي ته مبارکي ویلې او نه پوهیږي چې ولې له دندې لیرې شوی دی.
د اوبو او برښنا سرپرست خلمي هم له دندې لیرې شوی او پر ځای یې ډاکټر شاران معرفي شوی دی.
د ارګ سرچینې وایي، ډير ژر به دواړه وزیران ولسي جرګې ته د باور رای لپاره معرفي شي.
د دې وزیرانو تر د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور، سوداګرۍ، کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو وزیران سرپرستان دي چې جرګې ته به د باور رای اخیستو لپاره معرفي شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments