محمود قریشي: پاکستان وايي افغانستان او سیمه کي دسولي په تامین کي همکاریو

comments 0

4 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي دوی د ټرمپ له دې څرګندونو هرکلی کوي چې غواړي افغان جګړه له سیاسي لارو حل کړي.
دده په خبره دغه تازه پرمختګونه د ټولې سیمې له ثبات او سولې سره مرسته کولی شي.
نوموړي ویلي افغان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده او د جګړې ښکېلو لارو ته په کار ده چې د خبرو لپاره نرمښت وښيي.
قریشي زیاته کړې چې پاکستان په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په راتګ کې همکارۍ ته تیار دی.
پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو په افغان سوله کې د همکارۍ ژمنه کړې ده خو لا یې هم په رښتینې توګه د افغان جګړې په پای ته رسولو کې مرسته نه ده کړې او د جګړې یو ملاتړی لوری ګڼل کېږي.
خو پاکستان هیڅ کله نه غواړی چی افغانستان کی سوله راشی تل يي دا خبره کړی او دوه مخی سیاست لوبه وي.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments