محمود عباس: د ټرمپ وړاندیز ته غبرګون؛ بیت المقدس د خرڅلاو لپاره نه دی

comments 0

3 Views

هندوکش ــ فلسطین: د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان ته په غبرګون کې وايي، داسې فلسطینۍ ځمکه ورته د تصور وړ هم نه ده چې بیت المقدس یې پلازمېنه نه وي.

د منځني ختيځ لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان فلسطينيانو ته د يوه هېواد او اقتصادي هڅونې وړانديزکوي، خو دا پلان پر ښارګوټیو یا مېنو د اسراييل حاکميت ټينگوي او بيت المقدس یې د نه ويشل کېدونکې پلازمينې په توگه په رسميت پيژني.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې چې په واشنګټن کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامين نتنیاهو یې څنګ ته ولاړ و وویل، د ده وړاندیز ‘د فلسطینیانو لپاره وروستی فرصت کېدای شي.’

اسراییل د دې وړاندیز تود هرکلی وکړ. د دې پلان له مخې چې ډونلډ ټرمپ هم په روښانه ټکو ووایه بیت المقدس به ټول د اسراییل وي، خو مسلمانان به په سوله ییز ډول پکې خپلو عبادتځیو ته تللی شي.

ولسمشر ټرمپ له فلسطینیانو وغوښتل چې که غواړي پلان سم پلی شي نو څو شرطونه دې ومني.

“د اسراییل لومړي وزیر د ټرمپ د پلان هرکلی کړی دی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس بیا له رام الله څخه په یوه ټلویزیوني وینا کې د ډونلډ ټرمپ وړاندیز رد کړ او یوه توطیه یې وبلله.

هغه وویل، په دې وړاندیز کې هېڅ نوې خبره نشته، د دوی دریځ هماغه پخوانی دی او د فلسطینیانو حقونه د پېرېدلو نه دي:

“زه غواړم دواړو ټرمپ او نتنیاهو ته ووایم چې بیت المقدس د خرڅلاو لپاره نه دی او زموږ ټول حقونه د خرڅلاو او چنې وهلو لپاره نه دي. ستاسې د توطیې جوړجاړی به کوم ځای ته ونه رسېږي”.

ښاغلي عباس زیاته کړه: “که بیت المقدس له لاسه ولاړشي، ایا موږ به له بیت المقدس پرته کوم دولت ومنو؟ دا هېڅ فلسطیني ماشوم، عرب او یا هم عیسوی نه شي منلی. همدا یې لامل دی چې له لومړي سره مو دوی ته، نه ویلي وو”.

فلسطینیانو د ۲۰۱۷ کال په ډیسمبر کې له هغه وروسته له ټرمپ ادارې سره اړیکي پرې کړل چې ولسمشر ټرمپ بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند او د امریکا سفارت یې له تل ابیب نه بیت المقدس ته ولېږداوه.

عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments