محمد رسول عادل / خالدهادي حیدري

comments 0

0 Views

محمد رسول عادل د الحاج نور دوله زوى له نن څخه نږدې دېرش كاله وړاندې د خوست د متون د دريخېلو په كلي كې زيږيدلى دى .
عادل ماشوم ؤ، چې كورنۍ يې په ( ۱۳۶۰ ) لمريزكال كې پاكستان ته مهاجره شوه.
له لومړي ټولګي نه ترشپږم پورې زده كړې يې د پاكستان په كورمه ايجنسۍ خپيانګه سيمه كې د جعفرطيار( رض ) په نوم ښوونځي كې كړې ( ۱۳۶۷ ) لمريزكال .
له هغې وروسته يې د پيښور ښار په شمشتو نومي سيمه كې دوه كاله ديني زده كړې وكړې.
د اسلامي انقلاب له برياليتوب وروسته په كال ( ۱۳۷۰) كې بېرته خپل ټاټوبي خوست ته راستانه شول، او په همدې كال د خوست په الفتح ليسه كې داخل شو، تر يوولسم ټولګي پورې زده كړې يې هم دلته وكړې او بيا له دې ليسې څخه غرغښت ته تبديل او په ( ۱۳۷۴ ) لمريزكال كې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شو.
په همدې وخت كې د هيواد په بېلابيلو سيموكې خپل منځي جګړې روانې وې، او دوه كاله په كور كې كيناست، څه وخت چې طالبانو كابل ونيو، نو د كانكور ازموينې اعلان وشو، په ازموينه كې د كابل پوهنتون د خپلې خوښې پوهنځي ( ژورنالېزم ) ته بريالى او په ( ۱۳۸۰) لمريزكال كې ترې فارغ شو.
لدې وروسته يې د خوست د اطلاعاتو او كلتور په رياست كې د خوست مجلې د مستيال په توګه په دنده پيل وكړ. څلور ګڼې مجله چاپ شوه او يو كال وروسته د يادې شوې مجلې د مدير په توګه وټاكل شو.
او په همدې وخت كې يې له خوست څخه د باختر اژانس مديريت سره هم د خبرونو په برابرولوكې مرسته كوله.
له يوكال وروسته د مالي ستونزو له امله مجله وځنډيده، او عادل په خوست كې د (DHSA) په نوم مؤسسه كې د ترينر (وزونكي) په توګه كار پيل او د خوست په سپېره ولسوالۍ كې يې د ښوونكو د ټرنېنګ دوره شروع شوه.
پېنځلس مياشتې د سپېرې ولسوالۍ لپاره د ( DHSA) لخوا د ښوونكو د ترينر په توګه پاتې شو.
له دې وروسته په همدې دنده كې د ترينر په توګه د خوست په مركز متون او بيا د نادرشاه كوټ او اسماعيل خېلو په ولسواليو كې همدا دنده ترسره كړه، خو د دې ترڅنګ يې د خوست په شېخ زايد پوهنتون كې هم د قرردادي استاد په توګه په ادبياتو پوهنځي كې په درس وركولو پيل وكړ.
كله چې په هيواد كې د لومړي ځل لپاره پارلمان يا ولسي جرګې ته د ټاكنو بهير پيل شو، نو په ( ۱۳۸۴ ) لميزكال كې په كابل كې د اريانا ټلويزيون سره په جنوب ختيځ زون ( پكتيا، پكيتكا او خوست ) كې د خبريال په توګه وټاكل شو.
عادل په هېواد كې دننه او له هيواده بهر له ګڼو انټرنيټي سايټونو سره هم قلمي همكاري كړي او د دې ترڅنګ په ځينو خپرونوكې د كتنپلاوي غړى و ، د بېلګې په ډول د ځوان غږ جريده خوست.
محمدرسول عادل اوسمهال په جنوب ختيځو ولايتونو كې د اريانا راډيو ټلويزيون لپاره كار كوي او د دې ترڅنګ له خوست نه د خپريدونكې پيوستون مجلې مسوول چلوونكى هم دى.

عادل یو خوږ ژبی ویناوال ، د وطن په درد دردمن ژورنالیست ، مهربانه ، مینه ناک او سوله خوښونکی پښتون دی . نوموړي واده كړى او د اسدالله او نصرت الله په نومونو دوه زامن هم ري .

Share this page to Telegram

Comments