محمد بن سلمان د پاکستان لوی درستیز ولې خپل حضور ته ونه مانه؟

comments 0

210 Views

هندوکش ــ کابل: جنرال باجوه د سعودي عرب پلازمېنې ریاض ته تللی او غوښتل یې چې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري، خو هغه خپل حضور ته ندی منلی او له لیدو کتو یې ډډه کړې ده.
خو د دې ټولو سره ــ سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په شرموونکې ژبه ویلي چې لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ د ‘ورورګلوۍ اړیکو ‘ کې بدلون نه دی راغلی.
ویل کېږي د باجوه د سفر هدف د دواړو هېوادونو تر منځ خرابو اړیکو کې سمون راوستل و.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له لوري له هغو څرکندونو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي ساړه شول، چې د هند پر وړاندې د کشمیر موضوع کې د سعودي (ناکافي) دریځ یادونه وبلل شوه.
د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، په سعودي عرب کې د جنرال باجوه د سفر پر مهال شاه محمود قریشي د قطر له سفیر سره لیدلي چې د سعودي رقیب په نظر ورته کتل کېږي.
دغه خبري سرچینې وايي، سعودي له ترکیې سره د پاکستان همکارۍ په اړه ناخوښي څرګنده کړې او له پاکستاني چارواکو یې پر پاکستاني ټلویزیون د ارطغرل نومي سیریال خپرولو بندولو غوښتنه کړې.
ارطغرل پر تاریخي موضوع ترکیه کې چمتو شوی ټلویزیوني سیریال دی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ګډون یې ګڼ پاکستانيان مینه وال دي.
دغه راز ویل شوي، سعودي عرب د ترکیې، مالیزیا او ایران په اییتلاف کې د پاکستان ګډون په هکله خبرداری ورکړی.
له دې مخکې خبري سرچینو ویلي و، پاکستان په مالیزیا کې د کوالالمپور په سر مشریزه غونډه کې چې ایران او ترکیې هم په کې ګډون درلود، د سعودي فشار له کبله له ګډون کولو ډډه وکړه.
د شنونکو په اند سعودي عرب په سیمه کې د ایران، ترکیې او قطر غوندې هېوادونو په منځ کې له خپلې انزوا ډاریده او سعودي چارواکو ښايي فکر کاوه چې دغه غونډه د یوه نوي اسلامي بلاک رامنځته کولو لپاره وه.
سعودي تېر کال ویلي و، د بېلا بېلو تړونونو له مخې په پاکستان کې تر شل میلیارده ډالره ډېره پانګونه کوي، خو د تاوتریخوالي ډېرېدل ښايي دغه پانګونه له خطرونو سره مخامخ کړي. پاکستان د کمزوري اقتصادي وضعیت او بودیجې سخت کسر له کبله بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري.
څو ورځې وړاندې سعودي عربستان د پاکستان نه د خپل پور واخیسته او د دواړو هېوادونو تر منځ هر ډول اړیکې خړې پړې شوې.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments