محمد اشرف غني په يو رسمي سفر سعودي عربستان ته روان شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرغني د يو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن ماسپښین د رسمي سفر په موخه سعودي عربستان ته ته تللی ،ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشرغني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په لړکې مکې معظمې ته لاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.
همدا راز به ولسمشر سعودي عربستان ته د خپل دغه سفر په لړ کې د الحرمین الشریفین له خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او ددغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments