محمد اشرف غني په ناڅاپي سفر ننګرهار ته تللی

comments 0

12 Views

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبر کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني څو شېبې مخکې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ ته ورسېد.
د خبر له مخې، ولسمشر غني به نن یوې لویې قومي غونډې کې په ننګرهار کې د داعش د ماتې اعلان وکړي، د شینوارو د قوم د قربانیو قدرداني به وکړي او په یو شمېر نورو مهمو مسلو به هم وغږېږي.
له محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې، ملي امنيت او سيمه ايزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريسان، د ملي امنيت سلاکار، ملي دفاع وزير او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.
دغې قومي غونډې ته خبریالان نه دي ورغوښتل شوي.
که څه هم دوه اونۍ مخکې د ولسمشر د راتګ لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو خو د نا معلومو دلایلو له امله یې سفر وځنډی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments